کابل (پژواک، ٨ تله ٩٧) : د افغانستان د کرکټ اتل ملي لوبغاړي راشد خان د يوه ورځني کرکټ د "الراونډرانو" په کټګورۍ کې هم لومړى مقام خپل کړى دى.
هغه تر دې مخکې د يوه ورځني کرکټ د توپ اچولو په کټګورۍ کې هم لومړى مقام خپل کړى و، خو اوس دويم مقام لري، دغه راز راشد خان د شل اووريز کرکټ د توپ اچولو په برخه کې لومړى مقام خپل کړى دى.
د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا د تلې په ٨ مه، د يو ورځني کرکټ د لوبډلو او لوبغاړو د بېلا بېلو برخو درجه بندي اعلان شوې ده.
ددې درجه بندۍ له مخې، په لوبډلو کې انګلستان لومړى، هندوستان دويم، نيوزيلينډ درېيم، پاکستان څلورم او افغانستان لسم مقام لري.
په اسيايي جام کې افغانستان وکولى شواى چې دوو پياوړو لوبډلو سريلانکا او بنګله دېش ته په ماتې ورکولو سره پنځه نومرې ترلاسه کړي او ټولې نومرې يې ٦٧ شوې، ويسټ انډيز ٦٩ نومرو سره نهم او سريلانکا ٧٧ نومرو سره اتم مقام لري، که افغانستان لس نومرې نورې ترلاسه کړي، اتم مقام خپلوي.
د لوبغاړو په کټګوريو کې د افغانستان راشد خان او مجيب الرحمن ډېر پرمختګونه کړي دي. راشد خان چې د اسيايي جام سياليو په توپ اچونې او توپوهنه کې ښه وځلېد، د الراونډرانو په کټګورۍ کې ٥٥٣ نومرو سره لومړى مقام او محمد نبي ٣٣٧ نومرو سره درېيم مقام لري.
د توپ اچوونکو يا بالرانو په کټګورۍ کې د هندوستان بومرا ٧٩٧ نومرو سره لومړى او راشد خان ٧٨٨ نومرو سره دويم مقام لري.
بل افغان لوبغاړى مجيب ځدراڼ د لومړي ځل لپاره د توپ اچوونکو په لس غوره لوبغاړو کې ځاى پيدا کړى او اتم مقام يې خپل کړى دى.
login or register a new account.