غزني ښار (پژواک، ١٢ تله ٩٧): د غزني ولايت يو شمېر اوسېدونکي او چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د غزني- پکتيکا د لويې لارې شاوخوا پنځه کيلومتره قير سړک اړولى دى.
د غزني- پکتيکا لويې لارې يوه موټر چلوونکي سيدالله د تلې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د دې لويې لارې د ارزو په سيمه کې څو کيلومتره سړک اړولى دى.
هغه وايي: ((پخوا موږ په دې لاره په ٤٠ دقيقو کې تلو، خو اوس له دوه ساعتونو هم ډېريږي؛ ځکه څو ځايه لاره خرابه ده او موږ مجبور يو په خامه او د کليو په منځ کې لاړ شو.))
دغه راز د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي نعيم الله پژواک ته وويل چې پر یاده ټوله لاره سفر ستونزمن کار دى.
هغه وايي: ((ډېرو ځايونو کې لاره خرابه ده، اوس طالبانو سړک هم اړولى دى، پخوا به موټر د شاخوږو په سيمه کې پخې ته پورته کېدل خو اوس هلته طالبان دي، مجبور دي چې په خامه کې لاړ شي.))
دغه راز د غزني ولايتي شورا غړي عصمت الله جامرادوال وايي چې وسله والو طالبانو قصداً دغه کار کړى دى.
هغه وايي: ((طالبانو ډېره هڅه وکړه چې اندړو ولسوالۍ ونيسي، خو ونه توانېدل نو ځکه یې دغه سړک پر بل مخ چپه کړ، څو د خلکو په منځ کې وېره خپره کړي او خلک فکر وکړي چې اندړ ولسوالۍ له طالبانو سره ده.))
همدارنګه د غزني د فوايد عامې رييس محمد اصف ذهين هم وايي چې وسله والو طالبانو د غزني- پکتيکا د لويې لارې پنځه کيلومتره سړک اړولى دى.
هغه وايي: ((په سيمه کې نا امني ده، موږ نه شو کولاى ولاړ شو سروې يې کړو او د بيارغونې چارې يې پيل کړو.))
د ذهين د معلوماتو له مخې، د دې لارې په اوږدو ګڼ شمېر پلونه او پلچکونه هم له منځه تللي دي.
په دې اړه د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال فريد احمد مشعل پژواک ته وويل چې د غزني- پکتيکا لويې لارې د امنيت ټینګولو په موخه يې پرون عمليات پيل کړي دي.
ده وويل چې د دغو عملياتو په لومړى ورځ تر شلو ډېرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د ځينو جسدونه يې په سيمه کې پراته دي.
د دغو څرګندونو په اړه د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له څه ويلو ډډه وکړه.
خو تر دې وړاندې مجاهد پژواک ته ويلي وو چې د غزني- پکتيکا لويه لار طالبانو له څه مودې راهيسې تړلې ده.
د هغه په وينا، حکومتي ځواکونو څو ځلې هڅه وکړه چې دغه لار خلاصه کړي خو بريالي نه شول.
مجاهد وايې چې عام وګړي کولاى شي، پر خامه لارو تګ راتګ وکړي خو د حکومتي کسانو لپاره ټولې لارې بندې دي.
د يادونې ده، شاوخوا څلور مياشتې وړاندې وسله والو طالبانو د غزني پر اندړو ولسوالۍ ډله ييز بريد وکړ چې له هغه مودې راهيسې د غزني- پکتيکا لويه لار طالبانو د ترافيکو پر مخ تړلې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










