منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۲ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسمشر غني بلخ کې ٣٦٠بستريز حوزوي روغتون پرانيست

· ۲ دقیقې لوستل · ۴۸ کتنې

مزارشریف(پژواک،۱۳تله۹۷): ولسمشر غني  بلخ ولايت ته د سفر په ترڅ کې په مزارشريف ښار کې د ابو علي سينابلخي   ٣٦٠بستريز حوزوي روغتون پرانيست.

ولسمشر غني د امنيتي وضعيت د څېړلو او د ٣٦٠بستريز روغتون د پرانېستې په موخه د بلخ ولايت مرکز مزارشريف ښار ته ورسېد.

د ارګ د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو په اساس، ولسمشر غني نن سهار د (تلې په ١٣مه ) د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ مزار شريف ښار ته تللى دى.

سرچينې ويلي چې ولسمشر به په دغه دوه ورځني سفر کې د نسايي ولادي او ماشومانو د  ٣٦٠بستريز روغتون  د پرانيستې ترڅنګ ددغه ولايت له بېلابېلو خلکو سره وګوري .

سرچينه وايي چې ولسمشر به د امنيتي او ملکي ادارو له چارواکو، ښځو، قومي مشرانو او مخورو، د پوهنتون او ښوونځيو له استادانو، ځوانانو، د مدني ټولنو له غړو، د ولايتي شورا له غړو، ولسوالانو، د امنيت له مديرانو، سوداګرو، صنعتکارانو او علماوو سره وويني . 

 د ولسمشر وياند هارون چخانسوري وويل چې ولسمشر غني  په داسې حال کې چې د هېواد لومړۍ مېرمن او يوشمېر نورو چارواکو حضورد درلود، په بلخ کې د ابو علي سينا بلخي ٣٦٠بستريز حوزوي روغتون پرانيست .

هغه وويل، دا لومړى روغتون دى چې د ٣٦٠بستره په ظرفيت په پنځو پوړونو کې په اساسي ډول جوړيږي .

 د نوموړي په خبره ، په دغه روغتون ١٥ميليونه يورو لګښت راغلى چې د المان هېواد له خوا ورکړل شوى دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا