کابل (پژواک، ۱۴ تله ۹۷): په يوه مياشت کې به په افغانستان کې ٣١٠زره غواوې او نږدې دوه ميليونه اوزو او مېږو ته د بروسلوز واکسين ورکړل شي.
بروسلوز يا حيواني محرقه د څارويو او انسانانو ترمنځ ګډه باکتريايي ناروغي ده چې له څارويو انسانانو ته د خامو شيدو د څښلو، له سقط شوي جنين او نورو پاتې شونو سره د تماس او د ککړو زراتو د تنفس له لارې لېږدي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وزارت د يادو غواګانو، مېږو او اوزو د واکسين لپاره د دغه وزارت ۷۰۰ کارکوونکو ته روزنه ورکړل شوې ده.
د ياد وزارت مرستيال محمدطاهر ايوب نن په کابل کې د خبري ناستې پر مهال وويل، د بروسلوز واکسين يواځې ښځينه څارويو ته ورکول کېږي؛ ځکه چې هغه د تکثر، توليد او تناسل وړتيا لري.
دى د دغه کمپاين په اړه وايي: "دغه کمپاین له دې ساري ناروغۍ سره د مبارزې په پار ترسره کوو، ځکه چې د انسانانو، څارويو، نباتاتو او ځمکې روغتيا له يو بل سره تړلې ده او که ورته پاملرنه ونه شي، ډېرې زياتې ستونزې او ګواښونه به رامنځته کړي."
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










