کابل(پژواک، ۱۵ تله ۹۷): په داسې حال کې چې د ټاکنو قانون هېڅ دولتي کارمند ته اجازه نه ورکوي چې د کوم نوماند په ګټه یا زيان کار وکړي، خو د کرنې وزیر نصیر احمد درانی او د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز د پکتیا د یوې نوماندې په اړه کمپاین کوي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د روان کال د زمري په ۱۶ مه په ټاکنو کې د دولتي کارکوونکو د نه لاس وهنې په اړه د یو فرمان په صادرولو ټول چارواکي، د دولتي بنسټونو کاروکوونکي، د ملي شورا غړي او د سترې محکمې قاضیان په ټاکنو کې له لاس وهنې څخه منع کړي دي.
بلخوا د ټاکنو د قانون د ۹۸ مادې په ۳۱ مه او ۱۳ مه فقره کې د کاندیدانو په ګټه یا زيان د دولتي کارکوونکو هر ډول تبلیغات او له دولتي سرچینو، اسانتیاوو او شتمنۍ څخه په ټاکنیزو مبارزو کې استفاده کول سرغړونه ګنل کېږي او سرغړوونکی د ۱۳مې او ۳۱ فقرې له مخې له ۱۰ زره څخه تر ۸۰ زره افغانیو پورې جریمې ته اړ کېږي.
دغه راز د ټاکنو قانون په ۱۰ ماده کې راغلي: ((هېڅوک نه شي کولی چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول په ټاکنو کې لاس وهنه وکړي او د نوماند په ګټه یا زيان له هر ډول دولتي شتمنۍ، اسانتیاوو او سرچینو څخه استفاده کول منعه دي.))
راضیه منګل سادات د ولسي جرګې نومانده، په ولسي جرګه کې د پکتیا د خلکو اوسنۍ وکیله او د معلولینو، معیوبینو او د شهیدانو د وارثانو کمېسیون غړې ده چې په خپلو ټاکنیزو مبارزو کې یې د ټاکنو د قانون خلاف د افغانستان د کابینې د دوه اوسنیو وزیرانو له نظرونو څخه استفاده کړې ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وزیر نصیر احمد دراني او د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز په دوه جلا وېډیوګانو کې چې پر خپلو ټولنیزو پاڼو یې خپرې کړې دي د پکتیا له اوسېدونکو غوښتنه کړې چې د ولسی جرګې په ټاکنو کې راضیې منګل سادات ته رایه ورکړي.
د کرنې وزیر په یوه تبلغاتي ويډیو کې چې د راضیې منګل د ټاکنیز دفتر له خوا برابره شوې ده ویلي: (( د پکتیا غیرتمنو اوسېدونکو اسلام علیکم، زه د کرنې د وزیر په حیث له تاسو غواړه چې راضیه منګل سعادت ته رایه ورکړئ.))
نوموړي زیاته کړې: ((زه د دې شاهد یم، کله چې زه د کلیو پراختیا وزارت وزیر وم نوموړې راتلله او ستاسو ستونزې یې راسره شریکولې او ما د یادې مېرمنې په هڅو دغه ولایت ته ډېرې پروژې ومنلې، اوس چې کرنې وزارت ته راغلی یم د یادې خور له لاسه یوه ورځ ارام نه یم ستاسو ستونزې راسره شریکوي او هڅه کوي چې په خوښۍ او جنګ ستونزې حل کړي، دا خور له تاسو او وطن سره مینه لري باید ملاتړ یې وشي، بیا بریالۍ شي او د خلکو لپاره د خدمت مصدر وګرځي.))
د کرنې وزیر په داسې حال کې چې په مستقیم ډول یې له خلکو غوښتي چې د ولسي جرګې نوماندې راضیې منګل ته رایه ورکړي، خو اوس یې رسنیو ته ویلي چې دغه ويډیو د تېر کال ده او موخه یې دې نوماندې ته تبلیغ نه دی.
نوموړي زیاته کړه: ((هغې تقریبا یو کال مخکې له مانه یو کلېپ اخیستی و او هغه مهال دا مسایل نه و او ما وویل چې هغه یوه قوي وکیله ده او دلیل یې دا و چې تل یې د خپلو خلکو لپاره پروژې اخیستې.))
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فېروزالدین فېروز هم په یوه ويډیویي کلېپ کې ویلي: ((وکیله صېب راضیه منګل په رښتیا یوه هڅانده او مبتکره وکیله ده چې تل یې نه یوازې د عامې روغتیا له وزارت څخه ملاتړ کړی،بلکې د خلکو د ښه والي په ټوله کې د افغانستان او په ځانګړي ډول پکتیا د خلکو لپاره یې فشارونه او د پکتیا په روغتونونو کې د نوموړې رول ډېر مهم دي چې زه ترې واقعا د عامې روغتیا څخه د ملاتړ او خلکو ته د خدمت په پار مننه کوم.))
په همدې مهال د عامې روغتیا دفتر له دې خبرو څخه د تېښتې په موخه وايي چې دغه ويډیو تېر کال په پکتیا ولایت کې د یوه روغتون د پرانیستې پر مهال ثبت شوې او په ټاکنیزو چارو پورې اړه نه لري.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د موسسې(فیفا) اجرايیوي رییس یوسف رشید د نوماندانو په ټاکنیزو چارو کې د دولتي مامورینو او چارواکو علني او رسمي ګډون د قانون خلاف د ټاکنیزو مبارزو لارښوونې بولي.
هغه له پکتیا ولایت څخه ولسي جرګې ته د نوماندې راضیې منګل سعادت څخه د کرنې او عامې روغتیا وزارتونو د وزیرانو ملاتړ ته په اشاره زیاته کړه: ((که دولتي چارواکي په رسمي یا علني ډول د نوماندانو په ټاکنیزو چارو کې برخه واخلي او یا له هرې لارې خلک د یوه ځانګړي نوماند ملاتړ ته وهڅوي، نو څرګنده سرغړونه به یې کړې وي او ټاکنیز کمېسیونونه باید له دوی سره قانوني عمل وکړي.))
نوموړي په ټاکنو کې د دولتي مامورینو په ځانګړې توګه امنیتي ځواکونو د نه لاس وهنې په اړه د د ولسمشر د فرمان د صادرولو په اړه وویل،ولسمشر امر کړی چې دولتي مامورین او چارواکي دې یو طرف نه جوړېږي او ځانګړي نوماند ته دې څوک نه هڅوي.
د ولسمشر په پیغام کې ویل شوي چې د ملکي، امنیتي او دفاعي ادارو، د ملي شورا د غړو، د سترې محکمې د قاضیانو او منسوبینو په ګډون د دولتي بنسټونو چارواکي او کارکوونکي اړ دي چې د ملي شورا او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو په بهیر کې له لاس وهنې ډده وکړي.
په ورته وخت کې د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاند میرزامحمد حق پرست وویل، د ټاکنو د قانون له مخې د دولتي چارواکو دغه کړنې سرغړونه ده، له دوی سره به قانوني چلند وشي او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دې موضوع ته پر رسېدو مکلف دی.
د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون ویاند علي رضا روحاني پژواک ته وویل : ((د ټاکنیزو مبارزو او کړنلارو له مخې د دولتي کارکوونکو او نظامي منسوبینو ته په دې ډول ناستو کې د ګډون زمینه برابرول او د نوماندانو په ټاکنیز کمپاین کې له دولتي اسانتیاوو او امکاناتو څخه استفاده کول ټاکنیزه سرغړونه بلل کېږي او ټول د څېړلو وړ دي.))
هغه زیاته کړه، هر کله چې د دغو دوو غړو د یادو ويډیوګانو په اړه شکایت ثبت شي او یا په رسمي ډول د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته مستند او کره راپور ورکړل شي په هغه وخت کې به د څېړلو وړ وي.