جلال اباد (پژواک، ۲۵ تله ۹۷): د ننګرهار ولايت له عامې روغتيا رياست سره د يونيسف ادارې له لوري د ۲۱ ميليونه افغانيو په ارزښت د پنځو امبولانسونه مرسته وشوه.
د دې ولايت دعامى روغتيا رياست مسوولين وايي، دا امبولانسونه به د ننګرهار له لسو نورو امبولانسونو سره يوځای د دغه ولايت د عاجلو پېښو د قربانيانو د انتقال په برخه کې مرسته کوي.
دغه امبولانسونه د تلې په ۲۵مه د ننګرهار ولايت مقام کې د يونيسف ادارې له لوري د عامې روغتيا رياست ته وسپارل شول.
د ننګرهار د والي مرستيال تميم عارف مومند د يادو امبولانسونو د تسليمېدو په مراسمو کې وويل چې دا د يونيسف ادارې له لوري د ۲۱ ميليونه افغانيو په لګښت د دغه ولايت عامې روغتيا رياست ته ورکول کېږي.
بلخوا په ننګرهار کې د يونيسف ادارې د روغتيا د برخې مسوول محمد نافع کاکړ وويل، چې دا امبولانسونه د مور او ماشوم د مړينې د کموالي په موخه عامې روغتيا رياست ته ورکړل شوي دي.
د نوموړي په وينا، د دغو امبولانسونو په همکارۍ به د عاجلو پېښو د قربانيانو سربېره د زېږون پرمهال د مېندو د انتقال په برخه کې هم همکاري کوي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کاموال وويل چې له دغو امبولانسونو به د نورو لسو امبولانسونو سره يوځای د ننګرهار امبولانس شبکې له لارې د عاجلو پېښو پرمهال د قربانيانو په انتقال کې ګټه اخيستل کېږي.
هغه وايي، ياد امبولانسونه د اکسيجن او نورو اسانتياو درلودونکي دي چې د ټپيانو د انتقال پرمهال د لومړنيو درملنو وړتيا لري.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، لکه د کابل امبولانس په څېر ننګرهار کې هم د ننګرهار امبولانس په نوم شبکه رامنځته کوي، چې د عاجلو پېښو د قربانيانو په انتقال کې به مرسته کوي.
د يادولو ده چې څه موده وړاندې د سعودي عربستان له لوري هم دغې شبکې سره د لسو امبولانسونو مرسته شوې وه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










