ژبه

دافغانستان غوره ليګ سياليو نيمه پاى لوبه کې بلخ ننګرهار ته ستره ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ٢٨ تله  ٩٧) : د افغانستان کرکټ غوره ليګ سياليو لومړۍ نيمه پاى لوبه کې بلخ ننګرهار ته ستره ماتې ورکړه.

د يادو سياليو نيمه پاى لوبې ته ننګرهار، بلخ، کابل او پکتيا لوبډلو لاره موندلې او د کندهار لوبډله له دې سياليو څخه بهر شوې ده.

د نيمې پاى لوبې پچه د بلخ لوبډلمشر محمد نبي وګټله او لومړۍ يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

دبلخ لوبـډلې ټولو لوبغاړو ښه توپوهنه وکړه او په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې يې د څلورو لوبغاړو په سوځېدلو سره ٢٣٥ منډې وکړې او ننګرهار ته يې د٢٣٦ منډو غټ هدف ورکړ.

د بلخ له لوري  درويش رسولي ٧٨، کريس ګيل ٥٤، محمد نبي ٤٧ او مونرو د پام وړ ٣٣ منډې جوړې کړې.

د ننګرهار لوبډله ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى ، ټوله لوبډله يې په ٦٤ منډو وسوځېدله  او دغه راز د بلخ لوبډلې دا لوبه د ١٧١ منډو په توپير سره وګټله.

د بلخ لوري محمد نبي څلور، قيس احمد درې او ميرويس اشرف دوه لوبغاړي وسوځول.

محمد نبي ددې لوبې غوره لوبغاړى وټاکل شو.

دويمه نيمه پاى لوبه نن د پکتيا او کابل ترمنځ ترسره کېږي.

login or register a new account.