کابل (پژواک، ٢٩ تله ٩٧): د افغانستان کرکټ غوره ليګ سياليو په دويمه نيمه پاى لوبه کې کابل پکتيا ته په ماتې ورکولو سره د دې سياليو پاى لوبې ته لاره پيدا کړه.
ټاکل شوې ده چې نن ماخوستن د افغانستان غوره ليګ کرکټ سياليو پاى لوبه د کابل او بلخ ترمنځ ترسره شي.
د تېرې شپې په لوبه کې د کابل لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه وکړه، دوى په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ١٩٢ منډې جوړې کړې او پکتيا ته يې د ١٩٣ منډو هدف ورکړ.
د کابل له لوري انګرام ٤٤، راشد خان ٣٥، ايوانس ٣١ او حضرت الله ځاځي ٢١ د پام وړ منډې جوړې کړې، د پکتيا له لوري ادانا، ضياء الرحمن او شاهد اپريدي دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د پکتيا لوبډلې چې لوبه پيل کړه، نو په لومړي اوور کې يې شهزاد محمدي له لاسه ورکړ او په دې سره يې لوبډله تر فشار لاندې راغله او لوبغاړي يې ژر ژر وسوځېدل.
د دوى ټوله لوبډله په پنځلسم اوور کې په ١٠٢ منډو وسوځېده او دغه راز کابل دا لوبه د ٩٠ منډو په توپير سره وګټله.
د کابل له لوري راشد خان څلور لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
نن ماخوستن به کابل او بلخ په پاى لوبه کې سره مخ کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










