ژبه

کاپيسا کې د رايې د يوه صندوق پر سر د دوو نوماندانو ترمنځ نښته شوې

محمودراقي (پژواک ٢٩ تله ٩٧): د کاپيسا چارواکي وايي چې په اول کوهستان ولسوالۍ کې د دوو نوماندانو تر منځ د رايې د یوه صندوق پر سر وسله نښته شوې ده.

د کاپیسا د اول کوهستان ولسوال عبدالفتاح شفیق، پژواک خبري اژانس ته وويل: "تېره ورځ د کوهبند په درنامه سیمه کې یو محل تړل شوى او نن د ټاکنو کمیسيون غوښتل چې هلته یو محل پرانیزي، خو د لارې په اوږدو کې یو صندوق له رایو ډک شوی او ځینو نوماندانو غوښتل چې هغه د ټاکنو کمیسون په ډیپو کې ځای پر ځای کړي، مګر د ټاکنو د کمیسون رییس قاسم قسیم له خوا دا صندوق نه منل کېده، ځکه پرته د دوی له څارنې ډک شوی دی."

د ولسوال په وینا، په همدې ځای کې د ځینو نوماندانو له خوا د همدې صندوق پر سر هوايي ډزې د ټاکنو کمیسون په مخ کې شوې دي چې مرګ ژوبله نه لري او وروسته وضعیت عادي شو.

له بلې خوا د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي، پژواک ته وويل چې نن مازيګر پنځه بجې د کاپيسا د ګلبهار نساجي ساحه کې د ولسي جرګې د دوو کانديدانو د ساتونکو ترمنځ وسله واله نښته شوې چې د پوليسو په مداخلې سره پاى ته رسېدلې ده.

ده زياته کړه، د دې پېښې په تړاو له دواړو خواوو څخه څو تنه نيول شوي دي.

پژواک هڅه وکړه چې د يادې پېښې په اړه د ټاکنو ولايتي دفتر نظر واخلي، خو ونه توانېد.

login or register a new account.

ورته موضوع