ګردېز (پژواک، ٥ لړم ٩٧): د پکتيا د بېلابېلو سيمو ناروغان او ناروغ لرونکي شکايت کوي چې په حوزوي روغتون کې د روغتيايي خدمتونو کيفيت خورا ټيټ دی او د ناروغانو ستونزو ته یې رسېدنه نه کېږي.
دوی وايي چې ځيني ډاکټران په رسمي وخت کې په خپلو شخصي کلينيکونو کې وي او ډېری وخت ناروغانو ته له روغتون څخه درمل نه ورکول کېږي.
د لړم په پنځه د مرکز ګردېز په حوزوي روغتون د خوشحال الدين په نوم يوه ناروغ لرونکي پژواک خبري اژانس ته وويل چې څو ځلې يې ان ساعتونه د اړوند ډاکټر راتلو ته انتظار کړی، خو ډاکټران پر وخت دندې ته نه حاضرېږي.
نوموړي وويل: ((خلک وختي ورته راشي، نمبر ونيسي، خو ډاکټر په ټايم نه راځي، په خپله خوښه راځي. دواګانې له خارج نه د غريب ولس لپاره راځي، خو په شخصي دواخانو کې يې خرڅوي، موږ ته يو، يو پاکټ ګولۍ راکوي.))
دغه راز د خيال ګل په نوم يو بل ناروغ لرونکی وايي، سره له دې چې د پکتيا ولايتي روغتون پر حوزوي بدل شو، خو لا هم په دغه روغتون کې ځينې څانګې او ډاکټران نشته دي.
ده وويل: ((مشکلات خو د ډاکټرانو مشکلات دي، مريضان راځي، نه يې ولاکه دومره تداوي کېږي او نه بل څه. اول دغو خلکو، ښځو او ماشومانو ته وګوره چې خالي دوايي نه ورکوي چې واسطه ونه لرې، دوا به له باندې اخلې.))
همدارنګه يوه ناروغ ظاهر خان په روغتون کې د ناروغيو له سم تشخيص نه کېدو شکايت لري او وايي چې په روغتون کې ځيني نوي ګومارل شوي نرسان او ډاکټران د ناروغيو تشخيص نه شي کولی.
هغه وايي: ((دواګانې له دې ځايه ټولې باسي، د باندې دواخانې دي، هلته يې خرڅوي، نرسان او ډاکټران هم سم نه پوهېږي، مشکل او مرض سم نه شي تشخيص کولاى.))
دغه راز د پکتيا ولايتي شورا غړی ممتاز کرخېل په حوزوي روغتون کې ستونزې مني او وايي چې ډېری روغتيايي کارکوونکي د اړيکو پر اساس او يا د پيسو په بدل کې ګومارل شوي دي.
کرخېل پژواک ته وويل: ((ډېری ډاکټران د لياقت له مخې نه، بلکې د اړيکو له مخې راغلي دي. کله چې يو ډاکټر په واسطه راشي او لياقت ونه لري، له هغه نه د خدمت تمه لرو او نه به خلکو ته خدمت وړاندې کړي. شفاخانې ته مريضان راځي او بېرته رخصتېږي، نه د ډاکټرانو ښه وضعيت شته، نه مناسبه دوا شته او نه مناسب متخصصين شته.))
د ولايتي شورا بل غړي محمدرحمن قادري وويل چې د عامې روغتيا وزارت بايد د دغه روغتون د ستونزو حل ته جدي پاملرنه وکړي.
قادري وايي: ((د پکتيا له ملکي روغتون څخه اکثره مراجعين يا مريضان شکايت کوي؛ ځکه کله چې دوی مريضان هلته وړي، ډاکټران پر وخت هغه ته نه رسيږي، هېڅ ارزښت مريض ته نه ورکوي او نه يې ګوري.))
يادو ټولو کسانو د خپلو څرګندونو په اړه کوم اسناد وړاندې نه کړل.
په دې اړه د پکتيا د عامې روغتيا رييس ډاکټر ولايت خان احمدزی پژواک ته وويل چې د روغتون ټول کارکوونکي د ازموينو له لارې په شفاف ډول ګومارل شوي دي.
احمدزی په بازار کې د روغتون د درملو پلور ردوي او وايي چې د روغتون ډېری ستونزې حل شوې او د ځينو نورو د حل په هڅه کې دي.
نوموړي زياته کړه: ((د روغتون لپاره مو بودجه را انتقال کړې او پرسونل مو نيولی دی. هغه خدمات چې يو حوزوي روغتون يې وړاندې کوي، دا روغتون يې وړاندې کوي. ورسره په دې کې ځينې برخې لکه د سترګو، هډوکو، د جلدي او عقلي او عصبي څانګې هم لرو.))
د يادونې ده، ياد روغتون لومړی په دوه سوه بسترونو کې د پکتيا لپاره جوړېده، خو د روغتون په جوړېدو کې د ميليونونه ډالرو فساد له امله په سل بستره کې جوړ شو، چې لومړۍ درجې ولايت ته د پکتيا له ارتقا سره سم ياد ولايتي روغتون هم حوزوي ته بدل شو.
د پکتيا اوسېدونکي نيوکه کوي چې د ولايتي روغتون يوازې لوحه پر حوزوي بدله شوې، خو نور يې امکانات او وسايل نه دي زيات شوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










