کندهار (پژواک، ۱۴ لړم ۹۷): چارواکي وايي چې په ځينو سیمو کې د وسله والو له خوا پر واکسین بندیز لامل شوی چې په سوېل کې د ماشومانو د ګوزڼ په پېښو کې ډېروالی راشي.
په کندهار کې په روان کال کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ۹ پېښې ثبت شوي چې له همدې امله دغه ولایت د ټولې نړۍ په کچه د پولیو تر ټولو خطرناکه سیمه ګڼل شوې ده.
په دې اړه نن په لایت مقام کې غونډه جوړه شوې وه چې په کې د کندهار مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب، د عامې روغتيا وزارت سلاکار هدايت الله ستانکزي او ورسره راغلي پلاوي، د ولايتي شورا غړو، قومي مشرانو، د يو شمېر مرستندويه ادارو استازو او نورو ګډون کړی وو.
غونډې ته د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وویل، په دې ولایت کې په روان کال کې د ماشومانو د ګوزڼ ۹ پېښې ثبت شوي او د لا ډېرېدو احتمال یې شته.
هغه زیاته کړه، په کندهار او سوېلي زون کې د پولو د پېښو د ډېرېدو عمده لامل په ځینو سیمو کې د وسله والو مخالفینو له خوا د واکسیناسیون پر کمپاین بندیز دی.
ده له قومي مشرانو وغوښتل چې له روغتیايي ډلو سره د واکسین په پلي کېدو کې مرسته وکړي.
مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب وويل، پوليو خطرناکه ناروغي ده چې پر وړاندې یې مبارزه د ټولو ملي مسوولیت دی.
هغه زیاته کړه، د دغې خطرناکې ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې په ستراتیژي کې باید بدلون راشي او د عامه پوهاوي په برخه کې دې ډېر کار وشي.
د عامې روغتيا وزارت سلاکار هدايت الله ستانکزي وويل،د پوليو د مخنيوي یوازینۍ لار واکسين دی او بايد ټول په ګډه دغه رسالت په سمه توګه تر سره کړو، څو خپل ماشومان له دغې خطرناکې ناروغۍ وژغورو.
چارواکو په ګډه نن په کندهار کې د پولیو د واکسین ۵ ورځنی کمپاین هم پیل کړ چې تر راتلونکې جمعې پورې به دوام ولري.
هغوی په دې لړ کې پر وسله والو غږ وکړ چې د پولیو د واکسین په پلي کېدو کې ورسره مرسته وکړي.
د کندهار په چاپېریال کې د پولیو فعال وایرس موجود دی چې له یوه ځایه بل ته لېږدي او د دغې ناروغۍ خطر یې ډېر کړی دی.
login or register a new account.