منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پنجشېر کې١٢ماشومان په روغتون کې مړه شوي او د مړينې لامل يې نه دى څرګند

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۵ کتنې

پاراخ (پژواک، ١٤ لړم ٩٧): د پنجشېر په ايمرجنسي روغتون کې په دوو ورځو کې لږ تر لږه دوولس ماشومانو ژوند له لاسه ورکړى او تر اوسه يې د مړينې لامل نه دى څرګند.

د پنجشېر د والي وياند محمدمنصور عنابي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغو ماشومانو  د روانې اوونۍ له شنبې ورځې د يکشنبې تر دوو بجو د پنجشېر په ايمرجنسي روغتون کې ساه ورکړې ده.

د هغه په وينا، مړه شوي ماشومان چې شمېر يې ١٥ تنو ته رسيږي، له يوې تر پنځلسو ورځو عمرونه درلودل.  

دى وايي چې له دغو ماشومانو څخه يو شمېر په همدې روغتون کې زېږېدلي وو او ځينې يې د درملنې په موخه په دغه روغتون کې بستر وو.

دى وايي چې ډاکټرانو تر اوسه د دغو ماشومانو د مړينې لامل نه دى موندلى، خو په دې اړه د څېړنو لپاره يې د ډاکټرانو يوه کمېټه ګومارلې ده.

د پنجشېر د ايمرجنسي روغتون مشر ډاکټر محمداکبر جان د عنابي څرګندونې تاييدوي، خو وايي چې د مړو شويو ماشومانو شمېر ١٢ تنه دى .

د هغه په وينا، په مړو شويو ماشومانو کې شپږ د پروان، درې د کاپيسا او څلور د پنجشېر ولايت دي.

هغه هم وايي چې تر اوسه د دغو ماشومانو د مړينې لامل نه دى موندل شوى او په اړه يې څېړنې روانې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا