منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۰ غ.و
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۱° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د خوراکي توکو او تېلو بيې لوړې شوې دي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۳۲ کتنې

جلال اباد (پژواک، ١٥  لړم ۹۷): د ننګرهار ولايت د مرکز جلال اباد ښار او ولسواليو اوسېدونکي شکايت کوي چې د اوړو، غوړيو او تېلو بيې لوړې شوي او خلک يې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

دوی وايي چې ولايتي اداره او اړوندې نورې ادارې په دغه برخه کې لازم اقدامات نه کوي او بايد د دغې چارې يوه حل لاره راوباسي.

سوداګر او دوکانداران، په بهرنيو هېوادونو کې د دغو توکو د بيو زياتېدل او د افغانيو او کلدارو پر وړاندې د ډالرو د بيې لوړوالی هغه لاملونه بولي چې له امله يې دلته د ځينو خوراکي او سون توکو بيې لوړې شوې دي.

د جلال اباد ښار یو تن اوسېدونکي عبدالهادي پژواک ته وویل چې څه موده وړاندې د يوې بورۍ ٥٠ کيلويي پاکستانيو اوړو بيه ۱۹۰۰ کلدارې وه، خو اوس دوه زره او پنځه سوه کلدارو ته لوړه شوې او د قزاقستاني اوړو بيه له ۲۰۰۰ کلدارو څخه ۲۴۵۰ کلدارو ته پورته شوې ده.

نوموړی دغه راز د غوړيو په اړه هم وايي چې پخوا لس لېتره غوړي په ۱۰۵۰ کلدارې و، خو اوس په ۱۱۵۰ کلدارو پلورل کېږي.

په ولسوالیو کې نرخونه تر دې هم يو څه لوړ شوي او ځايي اوسېدونکي وايي چې له ښاره هلته نرخونه سل کلدارې نور هم لوړ شوي دي.

د پچيراګام ولسوالۍ يوتن اوسېدونکی محمد هاشم وايي،پاکستاني اوړه په ۲۳۵۰ کلدارو او قزاقستاني اوړه په ۲۶۰۰ کلدارو پلورل کېږي او دغه راز يو  لس لېتره غوړي هم ۱۳۵۰ کلدارو ته لوړ شوي دي.

دغه راز د جلال اباد ښار یوتن ریکشا چلوونکى فتح الله وايي چې د تېلو نرخ له اویا کلدارو څخه یوسل او ۹ کلدارو ته لوړ شوى دى.

دی زياتوي، چې پخوا يې خلک په کمه کرايه وړل او اوس مجبور دى چې د تېلو د بيول له پورته کېدو سره کرايه هم لوړه کړي؛ خو خلک ورسره لانجې کوي.

د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو دسراسري اتحاديې (اخمسا) رييس ډاکټر لياقت عادل هم د خوراکي توکو د بيو پر لوړوالي اندېښه ښيي او وايي چې له دې سره خواريکښه طبقه ډېره  زيانمنېږي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، په هېواد کې د فقر کچه ډېره ټيټه ده، مزد کم دى، دولت او سرمايه داره خلک بايد دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي له حکومت څخه وغوښتل چې د توکو بيې کنټرول کړي او سرغړونکي د قانون منګولو ته وسپاري.

عادل وايي، چې په هېواد کې د تېلو بيې لوړې شوې دي چې اغېزه يې پر ټولو اجناسو شوې ده.

د جلال اباد ښار دوکانداران او سوداګر بيا وايي چې په بهرنيو هېوادونو کې د اوړو، غوړو او تېلو د بيو لوړوالی د دې لامل شوی چې دلته هم د خوراکي توکو بيې لوړې شي.

د حفيظ الله بهار په نوم د جلال اباد ښار د ډنډ غاړې د اوړو پلورنځيو د کوڅې يوه دوکاندار پژواک ته وويل چې لويه ستونزه له بهرنيو هېوادونو د اوړو او غوړيو د وارېدېدو ده، چې په ګرانه بيه راوړل کېږي او دلته هم په ګرانه بيه پلورل کېږي.

د جلال اباد ښار د اصنافو او سوداګرو اتحاديه هم وايي چې د ډالرو د ارزښت لوړوالی او د پاکستان او قزاقستان په بازارونو کې د اوړو د بيې لوړوالی د دې لامل شوي، چې دلته ورسره نرخونه لوړ شي.

د دغې اتحاديې مرستيال عزيز الرحمن عرب پژواک ته وويل، چې اوړه د بهرنيو هېوادونو د بيو لوړېدو او غوړي د ډالرو د ارزښت د لوړېدو له امله په لوړه بيه پلورل کېږي.

د جلال اباد ښاروالۍ مسوولین هم وايي چې په دې وروستیو کې په بازارونو کې د خوراکي او سون توکو بيې  لوړې شوي؛ خو زياتوي چې د لوړو نرخونو مخه بايد د سوداګرۍ خونه ونيسي.

د جلال اباد ښاروالۍ مطبوعاتي مسوول سید همایون جهان غریبمل پژواک ته وويل، هغه توکي چې له نورو هېوادونو څخه واردیږي؛ نرخونه ټاکل یې د دوی کارنه دى.

 ننګرهار کې د سوداګرۍ خونې مسوولین هم یاده ستونزه مني؛ خو پړه یې پر کورنیو چارو وزارت اچوي.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې د نشراتي بورډ رييس مخلص احمد وايي چې په سرحدي سیمو کې د لویو موټرو بند پاتې کېدل، پر وارداتي توکو  لوړه ماليه او د ډالرو لوړوالی هغه موارد دي چې په ازاد بازار کې يې د توکو بیه لوړه کړې ده.

همدارنګه د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي پژواک سره په خبرو کې وویل چې د کورنيو توکو د نرخونو د تنظیم لپاره ښاروالۍ ته دنده سپارل شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې له ټولو هغو دکاندارانو سره به قانوني چلند وشي چې توکي له ټاکلو نرخونو څخه په لوړه بيه پلوري.

د يادونې ده چې هر کال د ژمي په موسم کې د ننګرهار او کابل په ګډون په ټول هېواد کې د خوراکي او سون توکو بيې لوړېږي چې حکومت يې د حل لپاره ژمنې کوي؛ خو خلک بيا وايي چې حکومت په دغو ژمنو کې پاتې راځي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد