جلال اباد (پژواک، ٢١ لړم ٩٧): د عامې روغتيا وزير د ننګرهار په روغتيايي سکتور کې د نورو اقداماتو تر څنګ د روږدو درملنې روغتون ته له دوه سوه څخه درې سوه بستریز ته د ارتقاء ورکولو اعلان وکړ.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د لړم په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروزالدين فيروز دغه څرګندونې په جلال اباد کې له والي حيات الله حيات سره د ليدنې پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه چې والي حيات الله حيات د عامې روغتیا له وزیر څخه په راتلونکي مالي کال کې په دغه ولایت کې د روغتیا په برخه کې د بېلابېلو پروژو پلي کولو غوښتنې هم وکړې .
والي وايي، د دغه ولایت حوزوي روغتون چارې دولتي سیستم ته د لېږدولو، د روږدو د درملنې روغتون ته ارتقاء ورکولو، د اعلان شوي RFB کې د ننګرهار د روغتیا برخې ضرورتونو ته لومړیتوب ورکولو، د حوزوي روغتون د ټرينر متخصصینو د قرارداد او بستونو ستونزې حل کولو، په دغه ولایت کې ۴۸ روغتیایي مرکزونه په اساسي ډول جوړولو، د ازبکستان هېواد له مرسته شوو امبولانسونو څخه ننګرهار ته د امبولانسونو ورکولو، د هيلنیټ خدمتونو د پیاوړي کولو او ادا مؤسسې له لوري پر ټاکلي وخت روغتیا پالو ته د تنخوا د ورکړې ستونزې حل کولو کې د همکارۍ غوښتنې وکړې.
د ننګرهار د عامې روغتیا ريیس ډآکټر نجیب الله کامه وال د حصارک روغتون ته د ارتقا ورکولو، یو شمېر سیمو کې روغتیایي مرکزونو ته د تشکیل د زیاتوالي، د سعودي عربستان له لوري د روغتیا په برخه کې د نیمګړې پروژې چارې د بشپړېدو او یو شمېر نورې غوښتنې هم وکړې .
د عامې روغتیا وزير په دې ليدنه کې وویل، ننګرهار ته يې د سفر موخه په راتلونکي مالي کال کې د روغتیا په برخه کې د مهمو ضرورتونو وړاندیزونه ترلاسه کول او هغه ستونزې چې دمګړۍ د وزارت له لوري حل کېږي، پرې اقدام ترسره کول دي .
هغه زياته کړه، ډېر ژر به د نشه یې توکو پر ضد د مبارزې څانګې مسوولين ننګرهار ته را واستوي، څو د روږدو د درملنې روغتون ته له ۲ سوو څخه درې سوه بستریز ته ارتقاء ورکړي.
د نوموړي په وينا، د متخصصينو د تقاعد لپاره مقرره جوړه شوې او د وروستیو مراحلو د بشپړېدو په ترڅ کې به ورته تقاعد سیستم هم فعال شي.
د عامې روغتيا وزير همدا راز په اوسنیو شرایطو کې حوزوي روغتون په بشپړ ډول حکومتي کول مشکل وبلل، خو ډاډ يې ورکړ چې په دې برخه کې به ځانګړي هلې ځلې وکړي .
هغه وويل، د سعودي له سفارت سره یې په دغه ولایت کې د نیمګړې پروژې چارې تعقیب کړې او د ازبکستان له لوري مرسته شوو امبولانسونو کې به هم ننګرهار ته مرسته ځانګړې کړي.
د يو بل خبر له مخې، د عامې روغتیا وزیر پرون کونړ ولايت ته د سفر په ترڅ د روغتیایي سکټور پیاوړتیا په برخه کې تازه ژمنې وکړې.
د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم پژواک ته وويل چې ډاکټر فيروز له والي عبدالستار میرزکوال، د ولایتي شورا له غړو او روغتیا پالانو سره د بېلابېلو ناستو په ترڅ کې ژمنه وکړه چې د روغتیایي خدمتو پراختیا په برخه کې به د ولایتي ادارې غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










