غزني ښار (پژواک، ٢١ لړم ٩٧): حکومتي چارواکو د غزني د مالستان د سقوط خبره رد کړه او ويې ويل چې د دې ولسوالۍ د امنيت د تامين په موخه سيمه کې کافي ځواکونه شته.
خو بل لور ته وسله وال طالبان وايي، د مالستان ولسوالۍ يې نيولې چې په ترڅ کې يې لسګونو سرتېرو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
په دې اړه د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې په مالستان ولسوالۍ کې جګړه شوې خو سقوط شوې نه ده.
هغه وايي چې د مالستان د تېرې شپې په جګړه کې يو کومانډو سرتېرى وژل شوى او اووه نور ټپيان شوي دي.
د نوري په وينا، طالبانو هم په دې جګړه کې مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.
دغه راز لوى درستيز محمد شريف يفتلي هم د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل چې مالستان کې د کومانډو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېره شپه مالستان کې هوايي بريدونه شوي چې په ترڅ کې يې ګڼ شمېر طالبان وژل شوي دي.
لوى درستيز وايي چې د مالستان او جاغوري ولسواليو د امنيت د تامين په موخه تازه دمي سرتېري غزني ته رسېدلي دي.
خو بل لور ته طالبان بيا وايي چې د مالستان ولسوالۍ دوى نيولې ده.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د مالستان ولسوالۍ د نيولو پر مهال ٤٢ کومانډو او نور سرتېري وژل شوي دي.
هغه زياته کړه: ((د عملیاتو په جریان کې د مالستان ولسوالۍ مرکز، امنیه قوماندانۍ او ۶ دفاعي پوستې ټولې فتحه شوې دي.))
مجاهد وايي چې په دې جګړه کې دوه طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي خو د امنيتي ځواکونو ګڼ شمېر وسلې او مهمات د دوى لاس ته ورغلي دي.
د هغه په وينا، مالستان او جاغوري کې د کوم خاص قوم يا مذهب پر وړاندې جګړه روانه نه ده چې ټول بايد پرې پوه وي.
د يادونې ده، له تېرو څو ورځو راهيسې د غزني په مالستان او جاغوريو ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي چې له امله دواړه لوري يو بل ته د مر ګ ژوبلې اړولو ادعاوې هم کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د همدې جګړو له امله کابل او ځينې نورو ولايتونو لاريونونه پيل شوي او له حکومت څخه غواړي چې سيمې يې امن کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










