کابل (پژواک، ٢٦ لړم ٩٧): د پوهنې وزارت وايي چې د پوهنې په برخه کې د ښځينه استادانو د زیاتېدو لپاره تر ۱۴۰۰ لمریز کال پورې په لرو پرتو سیمو کې ۳۰زره ښځینه قراردادي ښوونکې نیسي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، د ښځینه ښوونکو د جذب پروګرام اساسي موخه ښوونې او روزنې ته له زده کړو د محرومو نجونو لاسرسی، د نجونو د زده کړو پرېښودو مخنیوی او د ښځو پر ځان بسیاینه ده.
د پوهنې وزارت ویاندې نوریې نزهت نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، ۲۶۷۴ ښوونکي تېر کال او ۲۳۲۶ قراردادي ښوونکي سږ کال د پوهنې وزارت جذب کړي دي.
نوموړې زیاته کړه، یاد ۳۰زره قراردادي ښوونکي د هېواد په ۳۴ ولایتونو او هغو برخو کې جذبېږي چې ښځینه ښوونکو ته لاسرسی په کې محدود دی.
هغې وویل: ((د دغه پروګرام په عملي کېدو د پوهنې په برخه کې د ښوونکو په صفت د ښځو شتون له ۳۳ سلنې څخه ۴۲ سلنې ته پورته کېږي او په لرو پرتو او هغو سیمو کې چې د ناسمو رواجونو تر اغېز لاندې راغلې دي، زده کړو ته د شاګردانو په ځانګړي ډول نجونو د لاسرسي زمینه برابرېږي.))
د نوموړې په خبره، د قراردادي ښوونکو په توګه د جذب شرایط په لرو پرتو سیمو کې د جذب کمېټې له خوا د زده کړو په لوړه کچه د استوګنو ښځو د شتون پر اساس ترسره کېږي.
هغې زیاته کړه، د پوهنې وزارت په مديریتي بستونو کې د ښځو زیاتېدو لپاره همدا اوس د دغه وزارت د ریاستونو۲۰ بستونه ښځو ته ځانګړي شوي او له دې ډلې ۱۱ دویم بستونه د ښوونکو د روزنې په ریاستونو پورې تړاو لري چې په ولایتونو کې د ازادې سیالۍ له لارې اعلان شوي دي.
نزهت روښانه کړه، په نږدې ورځو کې به مرکزي بستونه هم اعلان شي.
هغې زیاته کړه، د پوهنې وزارت د نجونو لپاره د میاشتینۍ ناروغۍ لارښود تیار کړی چې په نږدې راتلونکي کې به چاپ شي، دغه راز د نجونو د زده کړو د مسودې پالیسي هم تیاره شوې او ډېر ژر به وروستۍ شي.
نوموړي زیاته کړه، د پوهنې وزارت د پوهنې په برخه کې د ښځو د شتون زیاتېدل د خپلو ستراتيژیکو پلانونو یوه برخه جوړه کړې او د کمي ارتقا، زده کړو ته د ښځو د لاسرسي د زمینې برابرول او د ښځو د ځان بسياینې لپاره هڅه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن