منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۴ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د فوټبال فدراسیون د افغان مېرمنو د فوټبال د ملي ټيم د جنسي ځورونې راپورونه رد کړل

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۵ کتنې

کابل (پژواک، ۱۰ لیندۍ ۹۷): د افغانستان د فوټبال فدراسیون د افغانستان د ښځو فوټبال ملي لوبډلې د جنسي ځورونې راپورونه ردوي او وايي، دغه تورونه د افغان لوبغاړو د اسلامي حجاب د لرې کولو لپاره لګېدلي دي.

ګارډین ورځپاڼې د افغانستان د ښځینه فوټبال څو ټيمونو او د هغو د پخواني امریکايي الاصله روزونکي په حواله ادعا کړې چې ځينې ښځینه لوبغاړې په فزیکي او غیر فزیکي ډول د اړوند ادارو د نارینه کارکوونکو له خوا جنسي ځورول شوې دي.

سرچینې د افغانستان د ښځو فوټبال په ټيم کې د شته منابعو په حواله راپور ورکړی چې د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبغاړو سره دغه بدې کړنې په افغانستان کې دننه او په اردن کې یوه روزنیز کمپ ته نږدې د ۲۰۱۸ کال په فبروري میاشت کې ترسره شوې دي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون (FIFA) ویلي، په افغانستان کې د ښځینه فوټبالرانو په اړه د جنسي ناوړه ګټه اخیستو راپورونه څېړي.

دغه راز داسې راپورونه خپاره شوي چې ډنمارکي هومل (hummel) ورزشي شرکت د افغانستان د ښځینه فوټبال ټيم څخه خپل ملاتړ ځنډولی او د افغانستان د فوټبال د نوي رییس د ټاکل کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د تورونو ردول

د افغانستان د فوټبال جنرال سکرتر سید علي رضا اقازاده، نن په کابل کې د خبري ناستې پر مهال دغه ادعاوې رد کړې او ویې ویل، دغه تورونه د هغو لوبغاړو له خوا لګېدلي چې سیالیو ته نه دي بلل شوي او یا د دغه فدراسیون لرې شوي کارکوونکي دي.

ده وویل، د ګارډین ورځپاڼې له خوا دغه لګول شوي تورونه جدي موضوغ نه ده، دغه ورځپاڼې مخکې هم د افغان ورزشکارانو د حجاب له امله راپورونه درلودل چې دغه راپور یې هم له هغه سره اړیکه لري.

هغه زیاته کړه: ((دغه تورونه د اسلامی حجاب د له منځه وړلو لپاره ترسره شوي، خو د اسلامي حجاب درلودل له خلکو سره زموږ ژمنه ده، هېڅ فشار نه شي کولای د دغې پرېکړې مخنیوی وکړي.))

نوموړي د ګارډین راپور بې بنسټه یاد کړ او ویې ویل، ځینې بهرني هېوادونه چې د حجاب خلاف دي، غواړي د افغانستان د فوټبال فدراسیون تر فشار لاندې راولي، تر څو د لوبغاړو تر منځ د حجاب مسئله حتمي نه وي.

د هغه په خبره، که ګارډين د جنسي ځورونې اسناد او شواهد لري، له فدراسیون سره یې دې شریک کړي، له هغه پرته فدراسیون دغه موضوع په جدي ډول څېړي او د حيثيت د اعادې لپاره به اقدام وکړي.

ده وویل: ((د فوټبال فدراسیون کولای شي په اسانۍ د ښځو د فوټبال برخه لغوه کړي او هېڅ نړیوال سازمان یې د دغه کار مخه نه شي نیولای، خو زموږ موخه د ښځو ملاتړ دی او غواړو د فوټبال په پرمختګ سره د ورزش په برخه کې د افغان ښځو لپاره نړیوال ځای پیدا کړو.))

ده زیاته کړه: ((د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاړي چې ځوان او با استعداده ښځينه لوبغاړي لري او له هر ډول ځورونې څخه د دوی د ساتنې لپاره بې کچې هڅې کوي.))

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې