منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۱ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له جمهوريت روغتون سره مرسته وشوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۲ کتنې

کابل( پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٧): جنوبي کوريا او د روغتيا نړيوال سازمان د افغانستان له جمهوريت روغتون سره د ١٧٧ زره امريکايي ډالرو او د ٢٥ قلمه طبي وسايلو او تجهيزاتو مرسته وکړه.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د افغانستان د عامې روغتيا وزير فيروزالدين فيروز وويل چې د نړيوالې ټولنې په مرسته وتوانيدل ترڅو په کليو او بانډو کې هم خلکو ته روغتيايي خدمات برابر کړي.

هغه زياته کړه: (( افغانستان اوس په کمو امکاناتو کولاى شي په يو وخت کې د ډېرو ناروغانو درملنه وکړي.))

دغه راز په دې غونډه کې په کابل کې د جنوبي کوريا سفير رى ژاهيونګ وويل چې هېواد يې ځکه له افغانستان سره مرستې کوي چې امنيتي وضعيت يې ښه نه دى.

ده وويل: (( د جګړې له امله افغانستان نه شي کولاى ټولو ستونزو ته په سمه توګه رسېدنه وکړي، نو په کار ده چې جنوبي کوريا، امريکا او نور هېوادونه ورسره مرسته وکړي.))

نوموړى وايي، دوى هڅه کوي چې د افغانستان له روغتيا او پوهنې سکتور سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.

د هغه په وينا، دوى د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پروژې لري، خو هڅه کوي هغه سيمې ډېرې تر پوښښ لاندې راولي چې اوسېدونکي يې لومړنيو خدماتو ته اړتيا لري.

سفير وويل چې ګڼ شمېر افغانان د دوى په هواد کې د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه په زده کړې کوي چې يو ښه خبر دى.

همدارنګه په دې غونډه کې دروغتيا نړيوال سازمان استازي ډاکټر ډيويډ وويل چې په افغانستان کې بايد خلکو ته په بنسټيز ډول روغتيايي خدمتونه وړاندې شي.

ده هم وويل چې دا مهال د افغانستان ډېرى اوسېدونکي روغتيايي خدمتونو ته لاس رسى لري چې له مخې يې د مور او ماشوم د مړينې کچه هم را ټيټه شوې ده.

د غونډې په پاى کې د يادو چارواکو له لوري په جمهوريت روغتون کې د تروماتولوژي څانګه هم پرانيستل شوه.

د يادونې ده چې په نننۍ غونډه کې کوريا هېواد او د روغتيا نړيوال سازمان له جمهوريت روغتون سره د ١٧٧ زره امريکايي ډالرو او ٢٥ قلمه طبي وسايلو او تجهيزاتو مرسته وکړه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا