منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

معلول لوبغاړی: ددې لپاره لوبېږم چې ثابته کړم معلول ناتوانه نه دی

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۰ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۹۷): ننګرهار ولايت کې د باسکټبال يو تن معلول لوبغاړی وايي، له معلوليت سره د مبارزې لپاره يې لوبه پيل کړې او ارمان يې دی چې له نړيوالو لوبغالو خپل هېواد ته وياړونه راوړي.

دی وايي، معلولين ناتوانه نه دي؛ خو که د کورنۍ له لوري يې ملاتړ ونه شي نو د ټولنې د اوږو بار ترې جوړېدلی شي.

د برهان الله په نوم دغه معلول د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د باسکټبال د لوبې ترڅنګ د خياطۍ په ګټه وټه خپله کورنۍ ساتي.

هغه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، اووه کلن و چې د تبې پرمهال ورته ډاکټر پيچکاري وکړه  او تر هغه وروسته پر دواړو پښو معلول شوی دی.

برهان ته يو وخت خپل ژوند نيمګړی برېښېده؛ خو وايي، د ICRC موسسې له لوري ورته د خياطۍ په برخه کې د زده کړو ورکړې يې ژوند بدل کړ او له ژوند او معلوليت سره يې مبارزه پيل کړه.

دغه معلول لوبغاړي څلور کاله دمخه د يادې موسسې په همکارۍ د باسکټبال لوبه هم زده کړه او تر اوسه يې په ګڼ شمېر ولايتي سياليو کې د خپل ولايت لپاره لوبه هم ترسره کړې ده.

هغه وايي: ((زه ډېر وياړم، چې اوس د ننګرهار په نوم د نورو ولايتونو له لوبډلو سره لوبه کوم، ارمان مې دی چې يوه ورځ په ملي لوبډله کې ولوبېږم او د ګران هېواد د افتخار سبب شم.))

برهان الله زياتوي، خلک اوس هم په دې باور دي چې ګواکې معلولين ناتوانه دي؛ خو معلولين لکه د نورو روغو انسانانو په څېر د هر کار، لوبې، دندې او زده کړې وړتيا لري يوازې د کورنۍ ملاتړ يې دغې موخې ته رسولی شي.

دی نورو معلولينو ته پيغام ورکوي چې چاته دې د سوال او ګدايي لاسونه نه نيسي، د دې پرځای دې خپل لاسونه تڼاکې کړي او نورو خلکو ته دې د ګټې وټې زمينه برابره کړي.

د برهان په څېر په هېواد کې سلګونه ځوانان د معلوليت له شومې پديدې سره مخ شوي؛ خو هغوی چې د کورنۍ له لوري ورته د کار زمينه برابره ده، کار کوي او هغوی چې په سوال روږدي شوي، د ټولنې بار او سوالګر ترې جوړ شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې