منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۰ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سږ کال په ننګرهار کې د ايډز ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۷ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۹۷): د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال په دغه ولايت کې پر HIV يا ايډز ناروغۍ د اخته کسانو شمېر کم شوی او تر څنګ يې هغوی ته د درملنې او مرستې لړۍ پراخه شوې ده.

د معلوماتو له مخې، سږ کال په ټول ننګرهار کې د ايډز ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې چې تېر کال دغه شمېر ۴۴ تنو ته رسېده.

د لېندۍ په ۱۸مه د ننګرهار د عامې روغتيا رياست کې د ايډز پر وړاندې د مبارزې نړيواله ورځ ولمانځل شوه چې مسوولينو په کې په دې تړاو د خپلو کړنو او د HIV د ارقامو په تړاو معلومات وړاندې کړل.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست اړوند د څاري ناروغيو د کنټرول برخې مسوول ډاکټر عبدالرشيد وفا وويل، روان کال په ننګرهار کې د دوی روغتيايي مرکزونو ته نږدې ۳۰۰۰ کسانو د معايناتو لپاره مراجعه کړې چې له ډلې يې ۲۵ کسانو کې د ايډز ناروغي مثبته ثبت شوې ده.

هغه زياته کړه، د تېر کال په پرتله دغو شمېرو کې کموالی راغلی؛ ځکه تېر کال ټولو ۵۰۰۰ کسانو مراجعه کړې وه چې له ډلې يې ۴۴ واقعيې مثبتې شوې وې.

د ډاکټر وفا د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې د ايډز پر وړاندې د مبارزې له پيله تر اوسه ټولې ۱۶۹ مثبتې پېښې ثبت شوې چې ۱۰۴ يې نارينه او ۶۵ يې ښځې دي چې له ډلې يې ۷ تنو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

دی وايي، يادو ناروغانو او د HIV ټولو مراجعينو ته دوی معاينات په وړيا توګه کوي چې د ولسواليو په کچه ۳۸ واړه مرکزونه او د مرکز په کچه درې لوی مرکزونه دغه معاينات ترسره کوي.

هغه دا يادونه هم وکړه چې پر ايډز ناروغۍ له اخته ناروغانو سره د خوراکي توکو مرسته هم کېږي چې د دغو ناروغانو د غذايي رژيم د ښه والي او له يادې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره ورته ګټور تماميږي.

روغتيا پوهان وايي، د ايډز ناروغي نا اعلاجه ده خو ځان ساتنه يا وقايه کولی شي چې له دغې ناروغۍ انسانان وژغوري.

د ساري ناروغيو يو متخصص ډاکټر مهربان شينواری وايي، د ايډز ناروغي د نامشروع جنسي اړيکو، استعمال شوو ستنو او له يو کس نه بل ته د وينې د ورکړې له لارې انتقالېدلی شي.

هغه پژواک ته وويل، که پر وخت خلکو ته د دغه ناروغۍ د درملنې او مخنيوي لارې چارې ونه ښودل شي؛ نو شونې ده پر ايډز ناروغۍ له اخته کس څخه څو نورو کسانو ته هم دغه ناروغي انتقال شي.

د عامې روغتيا وزارت د ارقامو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۲۷۱۵ د ايډز پېښې ثبت شوې، چې له ډلې يې ۷۵ سلنه نارينه او ۲۵ سلنه ښځې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا