مزار شريف ( پژواک، ۱۹ليندۍ۹۷) : شمال کې د بشري حقونو خپلواک کميسيون ساحوي مسوولين وايي، چې د دغه زون په سمنګان، جوزجان، سرپل او بلخ ولايتونو کې ۲۰۱۸ کال د بشري حقونو د نقض له پلوه تر ټولو بد ترين کال و.
دغه څرګندونې د ليندۍ په ۱۹مه، مزار شريف ښار کې د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې وشوې، چې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې له خوا جوړه شوې وه.
شمال زون کې د خبريالانو د مصوونيت کمېټې مسوول بشير انصاري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده کمېټه د خبريالانو او رسنيو ستونزو ته د رسېدو تر څنګ هڅه کوي، چې د بشري حقونو د ساتنې په برخه کې هم اغېزمن فعاليتونه وکړي.
هغه زياته کړه چې د خبريالانو، رسنيو او مدني فعالانو پر وړاندې تاوتريخوالی د بشري حقونو د نقض ښکاره بېلګې دي، چې وروستيو کلونو کې يې کچه لوړه شوې ده.
د انصاري په خبره، لا هم هغه کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته نه دي حاضر شوي، چې د بېلابېلو بشري حقونو پر نقض کولو تورن دي.
نوموړي وويل، افغانستان سره له دې چې د بشري حقونو نړيواله اعلاميه يې لاسليک کړې او غړيتوب يې لري؛ خو په وينا يې چې بيا هم دغه هېواد کې د بشري حقونو د تامين برخه کې لازم ګامونه نه دي پورته شوي.
شمال کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسوول زياته کړه، چې تروريستي ډلې، نا مسول وسله وال او سيمه ييز زورواکي د بشري حقونو لوی ناقضين دي، چې دولت يې د مخنيوي پر وړاندې عاجز پاتې شوی دی.
هغه وويل چې شمال زون کې د لويو لارو د امنيت خرابوالی د دې لامل شوی، چې د بشري حقونو د نقض پېښو د انعکاس لپاره د خبريالانو او همدا راز د بشري حقونو د فعالانو لاسرسی محدود شي.
نوموړي غوښتنه وکړه چې افغان دولت او بشري حقونو بنسټونه دې يواځې د خبرپاڼو په خپرولو بسنه نه کوي، بلکې د هغه په خبره عملا دې د بشري حقونو د خونديتوب لپاره اقدامات وکړي.
په ورته وخت کې د شمال زون د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د ساحوي دفتر مشر سيد محمد سامع وايي، چې د شمال په څلورو ولايتونو کې ۲۰۱۸ کال د بشري حقونو د نقض له پلوه تر ټولو بدترين کال وو.
هغه زياته کړه: (( موږ ته دا مهمې نه ده چې سږ کال شمېر زياتې دي که کمې؛ ځکه د نا امنيو له امله زموږ کارمندان ډېرو سيمو ته لاسرسی نه لري، چې د بشري حقونو د نقض پېښې ثبت کړي، له ۲۰۰۲ کال را هيسې چې زموږ فعاليت پيل شوی، زه ويلای شم چې په بلخ، سمنګان، جوزجان او سرپل ولايتونو کې ۲۰۱۸ کال د بشري حقونو د نقض له پلوه تر ټولو بدترين کال وو)).
په يو شمېر سيمو کې د دولتي ځواکونو د کنټرول نه درلودل، د لويو لارو نا امني، خپلسري او نا مسووله وسله وال، تروريستي ګروپونه او ناقانونه ډلې هغه عوامل دي، چې له امله يې بشري حقونه نقض کېږي.
سامع په خپلو خبرو کې وويل، چې د جګړو او چاودنو له امله وژنې، د سياسي او اقتصادي اهدافو لپاره د مسافرينو او ملکيانو تښتول او صحرايي محکمې شمال زون کې د بشري حقونو د نقض بېلګې دي.
د هغه په خبره، د زياتېدونکو نا امنيو له امله عدلي او قضايي ارګانونو ته د خلکو لاسرسی کم شوی دی، چې له امله يې د قانوني فيصلو ځای صحرايي محکمو او ناقصو قوانينو نيولای دی.
نوموړی زياتوي چې د نا امنيو له امله په ۲۰۱۸ کال کې يواځې له بلخ ولايت څخه باندې ۷۰۰۰ کورنۍ بېځايه شوې دي.
د بېکارۍ کچې لوړېدل، فقر، تشدد او د قانون تر پښو لاندې کول نور هغه موارد دي، چې د سامع په وينا د بشري حقونو د نقض په ډله کې راځي.
د بلخ پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو استاد جمشېد فردي وايي، چې افغان حکومتونو د تېرې يوې نيمې لسيزې په اوږدو کې د بشري حقونو په برخه کې هم لاسته راوړنې لري او هم يې په ځينو مواردو کې ناغېړي کړې ده.
د هغه په خبره، د ټولنيز عدالت نه تطبيق هغه مورد دی، چې د بشري حقونو د ساتنې په برخه کې ډېر مهم دی، خو افغان حکومت يې په پلي کولو کې پاتې راغلی دی.
نوموړی وايي، هغه کسان چې په افغانستان کې د بشري حقونو په نقض تورن دي او همدا راز په جنګي جرايمو کې لاس لري، نه يواځې دا چې د محاکمې مېز ته نه دي راکش کړای شوي، بلکې نور امتيازات هم ورکول کېږي.
هغه زياتوي، چې د بشري حقونو د تحقق او ساتنې لپاره تر ټولو مهم بحث دا دی، چې حکومت خلکو ته ښه او معياري خدمات وړاندې کړي او همدا راز د هغو خلکو مخه ونيسي، چې د بشري حقونو پر نقض تورن دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










