جلال اباد (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۹۷): د ننګرهار د برېښنا رياست مسوولين وايي، دغه ولايت کې ۲۲ فابريکه لرونکو د برېښنا د بېلونو برخه کې ميليونونه افغانۍ فساد کړى چې اوس يې ترې ۱۵ ميليونه افغانۍ بېرته راګرځولي؛ خو لا هم ميليونونه افغانۍ پوروړې دي .
دوی وايي، يادو کسانو د ځانګړو مېترونو په نصبولو برېښنا ډېره مصرفوله؛ خو د مېتر درجه به کمه ښودله.
د ننګرهار د برېښنا رييس انجنیر اکرام الله عابد د لېندۍ په ۲۸مه د دغه ولايت رسنيو دفتر کې د يو کنفرانس پرمهال د خپلو فعاليتونو په تړاو معلومات ورکړل.
د نوموړي کنفرانس ته پر خبريالانو سربېره مدني فعالان او جلال اباد ښار اوسېدونکي هم ورغلي و او د خپلو ستونزو د حل غوښتنې يې وکړې.
د برېښنا رييس کنفرانس ته د وينا پرمهال وويل، چې دولتي او غير دولتي ادارې او اشخاص يې لا هم يو ميليارد او ۵۱۶ ميليونه افغانۍ پوروړي دي.
هغه که څه هم د اشخاصو نومونه ياد نه کړل؛ خو د ادارو په تړاو يې وويل، چې يو ميليارد افغانۍ يې د کانال اداره، ۲۵ ميليونه افغانۍ ننګرهار محبس، ۸۰ ميليونه افغانۍ ولايت مقام پوروړي دي او دا شان يې د عامې روغتيا رياست او ځينې نورو ادارو نومونه هم په ډاګه کړل، چې د دوی پوروړي دي.
د برېښنا رييس وويل، روان لمريز کال ورته ۷۳۶ ميليونه افغانۍ ټارګيټ ورکړل شوی و؛ خو دوی لا د کال پای ته رسېدو څو مياشتې وړاندې شاوخوا ۸۰۰ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي.
د انجنیر عابد د معلوماتو له مخې جلال اباد ښار کې ۲۲ فابريکه لرونکو د ځانګړو مېترونو په نصبولو برېښنا ډېره مصرف کړې او پيسې يې کمې ورکړي، چې په کې ميليونونه افغانۍ فساد شوی؛ خو اوس يې دوی د پيسو د بېرته راګرځولو لړۍ پيل کړې او شاوخوا پنځلس ميليونه افغانۍ يې ترې راټولې کړې دي.
د برېښنا رييس د پژواک اژانس د دې پوښتنې په ځواب کې چې د يادو فابريکه لرونکو اشخاصو نومونه روښانه کړي وويل: ((موږ دا مهمه نه ګڼو، چې د خلکو نومونه دې واخيستل شي، بلکې مهمه دا ده، چې موږ څنګه خپل پورونه راټول کړو.))
انجنیر اکرام الله عابد دې ستونزې ته هم اشاره وکړه، چې يو شمېر زورواکو د خپلو مېترونو ترڅنګ خپل وسله وال کېنولي او کله، چې د دوی مامورين د مېتر د کتلو لپاره ورځي، هغوی اجازه نه ورکوي.
دی وايي، جلال اباد ښار کې د شاخوا شپږ زره داسې مېترونه تقسيم شوي چې يوه کور ته دوه او يا ډېر مېترونه نصب شوي، چې دوی يې د راټولولو لړۍ پيل کړې او تر اوسه د ۴۰۰ زيات دا ډول مېترونه بېرته راټول شوي دي.
انجنیر عابد يادونه وکړه، ننګرهار کې د برېښنا ستونزې د حل لپاره يې د درونټې برېښنا بند د ترميم هڅې هم ګړندۍ کړي او نږدې راتلونکې کې به د نړيوال بانک په مرسته دغه بند ترميم او ظرفيت به يې له اتو مېګاواټو ۱۲ ته پورته شي.
بلخوا مدني فعال او د جلال اباد ښار يو شمېر اوسېدونکي چې د برېښنا رييس دغه کنفرانس ته ورغلي و، برېښنا رياست يې د انډول په نه مراعات کولو، د کم مصرف په مقابل کې د لوړلو بېلونو لېږلو او د برېښنا ستونزې د حل په برخه کې په پاتې راتلو تورن کړل.
مدني فعال عبدالطيف واحدي وويل، چې له کلونو راهيسې نغلو څخه ننګرهار ته راغلې برېښنا قطع کېږي، خو تر اوسه يې دايمي حل لاره نه ده لټول شوې.
د برېښنا رييس هم ومنله، چې ۹۷ ځلې د برېښنا دغه لېنونه قطع شوي، چې ۱۱ ځله يې په قصدي او وروستی ځل يې په سياسي توګه قطع شوی و.
دی وايي، اوس يې د دغې ستونزې د دايمي حل لپاره د مسير د تغیير، د سيمې اوسېدونکو ته د برېښنا د ورکړې او په اوسني مسير د سيمه ييزو پوليسو ځای پرځای کولو طرحې ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړې دي.
د جلال اباد ښار د ګذر وکيلانو د شورا منشي عبدالله وويل، چې د جلال اباد ښار يو شمېر خلک د درونټې برېښنا لري او يو شمېر يې د نغلو چې دواړو ته د برېښنا په ورکړه کې نا انډولي موجود ده.
د ننګرهار برېښنا رييس بيا وايي، دلته يوه لويه ستونزه د نغلو او درونټې برېښنا موجوديت دی، هغه خلک چې د درونټې برېښنا لري، هغې د نغلو برېښنا غوښتونکي دي او هغوی چې د نغلو لري، د درونټې برېښنا وړانديز کوي او نږدې وختونو کې د يو نوي سيسټم په فعالولو سره به دواړه برېښنا يوځای او دغه ستونزه به هم حل کړي.
د جلال اباد ښار د زنګوي سيمې اوسېدونکي محمد حسين وويل، د برېښنا رياست د کارکوونکو له ناسم چلند شکايت وکړ او وويل، کله چې برېښنا څه ستونزه پيدا کړي او د برج ته لاړ شي، تر هغه وخته چې پيسې ورنه کړي، کار کوونکي ورسره د ستونزې د حل لپاره نه ورځي.
خو د برېښنا رييس وويل، د تشکيلاتو له کمښت سره مخ دي او د راتلونکي کال لپاره يې د تشکيلاتو د زياتوالي وړانديز کړی، چې ورسره به دغه ستونزه هم حل شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










