جلال اباد (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۹۷): په ننګرهار کې د پاکستان په مرسته جوړ شوی د پښتورګو ملي روغتون چې له کلونو راهيسې پرې کار روان دی، که څه هم اوس يې درملنه پيل کړې؛ خو لا يې هم چارې نيمګړې دي.
دغه روغتون چې په ۲۰۰۶ کال کې یې د پاکستان په مرسته د جوړېدو کار پيل شو او باید په ۲۰۱۱ کال کې سرته رسېدلی وای، خو تر اوسه يې ځينې چارې نيمګړې دي.
په دغه روغتون کې د پاکستان په مرسته اخېستل شوي ۳۳ پايې بېلابېل ډول روغتيايي ماشين الات تر اوسه نه دي نصب شوي او همداسې پراته دي.
د لېندۍ په ۲۸مه جلال اباد ښار کې د پاکستان قونسل عابد الله د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رييس په ملتيا د دغه روغتون له چارو ليدنه وکړه او ډاډ يې ورکړ، چې د روغتون په نورو برخو کې به هم مرستې وکړي.
د عامې روغتیا رييس ډاکټر نجیب الله کاموال وويل، تر دې دمه د نشتر په نوم د پښتورګو دغه ملي روغتون کې ۱۶ زره او ۴۳۰ ناروغانو تداوي شوې، چې له ډلې يې ۶۹ تنه د پښتورګي جرحي عمليات شوي دي.
ده زياته کړه، د پښتورګو د ناروغانو لويه ستونزه د وينې تصفيه ده، چې پخوا به دغه ناروغان کابل او يا هم پېښور ته تلل؛ خو د ياد روغتون په جوړېدو سره دغه چاره په وړيا توګه ترسره کېږي.
نوموړي وويل، تر اوسه دغه روغتون کې د وينې د تصفيې په برخه کې ۱۰ زره ناروغانو ته خدمات وړاندې شوي او د پاتې ۳۳ پايو ماشينونو په نصبېدو سره به دغه شمېره څو چنده لوړه او په يوه وخت به د پنځوسو ناروغانو د درملنې ظرفيت پيدا کړي.
د معلوماتو له مخې، هر ناروغ ته يو ځل وينې تبديلي تر پنځو زرو افغانيو لګښت لري او هر ناروغ بايد لږ تر لږه مياشت کې څلور ځلې وينه تبديل کړي.
نوموړي که څه هم دا موضوع روښانه نه کړه، چې ولې تر اوسه دغه روغتون ته ۳۳ پايې راغلي ماشينونه نه دي نصب شوي؛ خو د ياد روغتون يوه مسوول د نوم نه ښودلو په شرط پژواک اژانس ته وويل، چې پېښور کې د افغانستان قونسلګرۍ هغو انجنيرانو ته وېزه نه ده ورکړې، چې د دغو ماشينونو د نصبولو لپاره ټاکل شوي وو.
په ورته وخت کې جلال اباد کې د پاکستان قونسل عابد الله ډاډ ورکړچې هېواد يې د دغه روغتون د ټولو چارو د تنظيم برخه کې همکار دی او هيله يې څرګنده کړه، چې دغه روغتون د ډېرو ناروغانو د ژوند ژغورلو برخه کې ګټور ثابت شي.
عابد الله وویل، د یاد روغتون تجهیزات یې د بشپړېدو په درشل کې دي او هڅه به وکړي چې لا نورې اسانتیاوې هم د خپل ورور هېواد افغانستان اوسېدونکو ته په دغه روغتون کې برابرې کړي.
روغتون کې بستر ناروغان خوښ دي، چې په خپل هېواد کې يې وړيا درملنه کېږي او وايي پخوا به تر ډېره پېښور ته تلل، چې د نورو ستونزو سربېره به يې ډېر تکلفيونه هم تېرول.
د دوی له ډلې د لعلپورې ولسوالۍ اوسېدونکې سپين سرې بشرو ګل پژواک ته وويل چې کورنۍ يې نور د درملنې وسه نه درلوده او که دغه روغتون نه وای جوړشوی؛ نو ښايي له دردونو مړه شوې وای.
د ناروغانو د پايوازانو له ډلې ګل اکبر پژواک ته وويل، ناروغ ته يې اوونۍ کې يو ځل په وړيا توګه وينه تصفيه کيږي؛ خو کله ناکله اوونۍ کې دوه ځل هم اړتيا پيدا کېږي، چې بيا يې د روغتون مسوولين په وړيا توګه نه کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










