کابل (پژواک ٢ مرغومى ٩٧): د افغانستان کرکټ بورډ له څلورو ودانیزو شرکتونو سره د کرکټ اړوند ودانیزو چارو قراردادونه لاسلیک کړل.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر عزیزالله فضلي نن په خبري ناستې کې وويل چې په یادو څلورو قراردادونو کې د کندهار کرکټ لوبغالي مېلمستون، د خوست کرکټ اکاډمي بیارغونه، د کونړ مدرسې او په مرکزي دفتر کې د ملي لوبغاړو لپاره د فټنس کلب د غني کولو چارې شاملې دي.
ده زياته کړه، د کندهار مېلمستون پروژه د هندوستان هېواد په ٣٥٠ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړيږي، دغه راز د کونړ مدرسه، خوست کرکټ اکاډمي او د کرکټ فټنس کلب د کرکټ بورډ له بودیجې برخمنې کېږي.
د هغه په وينا، د کندهار مېلمستون د جوړولو چارې د پوپل نوري ودانیز شرکت، د کونړ مدرسې د رغولو چارې شېرشاه ودان ودانیز شرکت، د کرکټ د فټنس کلپ د غني کولو چارې د لنډ یونین شرکت او د خوست اکاډمۍ د بیارغونې چارې د اباسین ودانیز شرکت ته د قرارداد له مخې وسپارل شوې او قراردادونه یې په یادو مراسمو کې د دغو شرکتونو له استازو سره لاسلیک شول.
فضلي وايي، په یوه قرارداد کې د کونړ مدرسې د رغولو چارې هم شاملې دي، ځکه چې پخوانۍ ځمکه او ودانۍ يې د کونړ کرکټ لوبغالي ته په واک کې ورکړل شوې، په بدل کې به يې کرکټ بورډ د ځمکې د تبادلې د هوکړې له مخې، د اړونده ساحې په بله برخه کې د مدرسې لپاره ودانۍ جوړوي.
نوموړي له هندوستان څخه ځانګړې مننه وکړه چې د افغانستان کرکټ سره یې له پیل راهیسې ډېره همکاري کړې او هیله ده چې په راتلونکي کې هم د مرستو ورته لړۍ ته دوام ورکړي.
د اقتصاد وزارت مالي او اداري معین احمدجواد عثماني وویل، نن د ډېرې خوښۍ ځای دی چې د هندوستان سفارت، د اقتصاد وزارت له لارې د یوې بلې مهمې پروژې چې د کندهار مېلمستون رغونه ده، پیلوي.
نوموړي وویل، هندوستان د یاد وزارت له لورې شپږ پروژې په پام کې لري چې څلور یې یواځې د کرکټ لپاره دي چې له دې وړاندې په کندهار کې د یوه لوبغالي رغونه، د کندهار د مېلمستون اوسنۍ پروژه، په لوګر او د بلخ په مرکز مزارشریف کې د نوو لوبغالو جوړولو چارې شاملې دي چې د اقتصاد وزارت به ترې په غوره توګه څارنه کوي.
په کابل کې د هندوستان مرستیال سفیر ابیشک سینګ وویل، ویاړي چې په افغانستان کې د رغونې او د کرکټ لپاره د مېلمستون جوړېدو په مراسمو کې ګډون لري.
هغه زیاته کړه: ((افغانستان او هندوستان نه شلېدونکې او ګډې اړیکې لري، هندوستان سربېره پر دې چې د یوه باثباته او سوله ییز افغانستان غوښتونکی دی، د کرکټ په برخه کې هم له افغانستان سره ستراتيژیکه ملګرتیا پالي چې دا دی نن د یوه مېلمستون د جوړېدو چارو د قرارداد د لاسلیک شاهدان یو.))
نوموړي دغه راز وویل، د افغان لوبغاړو د هلو ځلو په پایله کې دا دی نن افغانستان بشپړ غړیتوب لرونکی هېواد دی چې په راتلونکو څو ورځو کې به ورته د نندارې په موخه نړیوال جام هم راوړل شي او په نړیوال جام کې به لوبیږي چې باید د دغو ټولو هلو ځلو او زحمتونو امتیاز افغانستان کرکټ بورډ ته ورکړل شي، ځکه د دوی د هلو ځلو له برکته نن افغانستان اوسنی مقام خپل کړی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










