منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۲ غ.م
۱۴°ورېځ · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خلک: د کندهار عمومي زندان دې د ښار له ګڼې ګوڼې و ایستل شي

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۳ کتنې

کندهار (پژواک، ٩ مرغومی ۹۷): د کندهار اوسېدونکي وايي، کلونه وړاندې چارواکو ژمنه کړې وه چې د کندهار زندان له اوسني ځای څخه لېږدوي او د ښار له ګڼې ګوڼې لرې به ودانۍ ورته جوړوي خو تر اوسه دغه کار نه دی شوی.

دوى وايي، د کندهار عمومي زندان د ښار په لوېديځ (سرپوزې) سیمه کې څه باندې دېرش کاله وړاندې د هغه مهال له شرايطو سره سم جوړ شوى او اوسمهال د زندانيانو لپاره بسنه نه کوي او له بلې خوا د دغې سیمې اوسېدونکي یې هم له ستونزو سره مخ کړي دي.

د سرپوزې سیمې یوه اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار عمومي زندان د کندهار هرات پر ټرانزیټي لاره جوړ شوی چې ګڼې ترافیکي ستونزې یې جوړې کړي دي.

هغه زیاته کړه، د زندان د امنیت ساتلو په موخه ان د سړک پر څنډه ګانګرېټي موانع اېښودل شوي چې د تګ راتګ پر مهال یې ستونزه جوړه کړې ده.

دی وايي، دا چې د کندهار نفوس ورځ تر بلې ډېرېږي او اوسنۍ سیمه په یوه رهايشي او سوداګریزه سیمه بده له شوې، اړتیا ده چې دغه زندان له اوسني ځایه ولېږدول شي.

عبدالرحمن وايي، چارواکو کلونه مخکې ویلي و چې د کندهار د عمومي زندان لپاره به له ښاره په لیرې واټن کې ودانۍ جوړوي خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

د کندهار ښار د میرویس مېنې اوسېدونکی جاوېد احمد وايي، خلکو او چارواکو په وار وار له ولايتي او مرکزي ادارې غوښتنه کړې چې دغه زندان له دې ځايه انتقال شي، خو تر اوسه لا دغه ستونزه پر ځاى پاتې ده.

هغه وویل، د کندهار د عمومي زندان د اوسني موقعیت له امله یوازې د سیمې اوسېدونکي نه، بلکې زندانیان هم له ستونزو سره مخامخ دي.

د ده په خبره، د زندان تنګوالي، پاکوالي ته نه پاملرنې او ځينو نورو ستونزو ګڼ شمېر زندانيان په وار وار ناروغان کړي هم دي.

د نوموړي په وينا، ګڼ شمېر زندانيان په يوه کوټه کې په ډېرو ستونزو اوسېږي، ګڼ شمېر بيا د شپې له پلوه د ځاى د تنګوالي له امله د زندان په دهلېزونو او د تګ راتګ په لارو کې ويده کېږي.

له دې ورها خوا ده یادونه وکړه چې په تېرو کلونو کې څو ځلې پر دغه زندان بریدونه هم وشول چې د زندانیانو د تېښتې تر څنګ یې د سیمې اوسېدونکو ته هم مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

دی وايي، خدای مه کړه که دغلته هره امنیتي ستونزه پېښېږي نو عامو خلکو ته به یې زیان ډېر وي.

د هغه په وينا، د سیمې اوسېدونکي غوښتنه کوي چې چارواکي دې خپله ژمنه پوره کړي او زندان دې له اوسني ځای څخه بهر ولېږدوي.

په وار وار د دغه زندان مسوولینو هم شکایت کړی چې دغه محبس څه باندې دېرش کاله وړاندې د هغه مهال له شرايطو سره سم جوړ شوى او اوسمهال د زندانيانو لپاره بسنه نه کوي.

چارواکي وايي، په تېرو څو کلونو کې په ياد شوي محبس کې په وار وار د اړتيا وړ ودانۍ او اتاقونه جوړ کړي، خو بيا هم د ځاى د تنګوالي ستونزه نه ده حل شوې.

د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیزي ستونزه پر ځای ګڼي او وايي، ولایتي اداره پر دې پلان کار کوي چې هر څومره ژر زندان له اوسني ځای څخه ولېږدول شي او نوې ودانۍ ورته جوړه شي.

نوموړی زیاتوي، تېره اوونۍ له مرکز کابل څخه د زندانونو د عمومي ریاست اړوند دوه کسیز پلاوی کندهار ته راغلی و چې په دې اړه یې د زندان له مسوولینو او د ولایت مقاله مرستیال او سرپرست عبدالحنان منیب سره وکتل.

کندهار ته راغلي پلاوي څرګنده کړه چې د دغه زندان د نوې ودانۍ لپاره مالیې وزارت ۳۱۵ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې کړي چې چارې به یې په لنډ وخت کې پیل شي.

دوی ویل چې دغه ودانۍ به د اوس وخت له غوښتنو سره سم په معیاري بڼه جوړه شي.

د کندهار ولایت مرستیال او سرپرست عبدالحنان منیب وویل چې د زندان د نوې ودانۍ لپاره د ځمکې ادارې له خوا په دامان ولسوالۍ کې ۱۵۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

ده غوښتنه وکړه چې د دغې ودانۍ د جوړولو چارې دې ژر پیل شي او په نوې جوړېدونکې ودانې کې دي د زندانیانو ټولې اړتیاوې په پام کې ونیول شي، څو د ټولو حقوق خوندي ساتل شوي وي.

د کندهار عمومي زندان د کندهار ښار په لوېديځ کې د سرپوزې په سيمه کې د کندهار- هرات پر لويه لاره په ١٣٥٥ لمريز کال کې د سرادر محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال جوړ شوى، چې اوسمهال د کورونو، دوکانونو او د استوګنې سيمو چاپېره کړى دى.

پر دغه محبس په تېرو کلونو کې درې ځله وسله والو مخالفينو بريدونه کړي او هر ځل يې په سلګونو بنديان خوشې کړي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه