کابل (پژواک، ١١ مرغومى ٩٧) : افغاني الاصله هندي هنر مند او د باليووډ فلمي نړۍ مشهور ستورى قادر خان د ٨١ کلونو په عمر کې مړ شوى دى.
هندي رسنيو د مرغومي په ١١مه، خبر ورکړى چې قادر خان له تېرو څو ورځو راهيسې د کاناډا په يوه روغتون کې تر درملنې لاندې و.
پرون هم د قادر خان د مړينې اوازه خپره شوې وه، خو د هغه زوى سرفراز خان د هغه مړينه رد کړې وه او ويلي يې و چې پلار يې د روغتون په بېړنۍ څانګه کې تر مراقبت لاندې دى.
سرفراز خان نن د مرغومي په ١١مه، هندي رسنيو ته ويلي چې پلار يې د ورپېښې ناروغۍ له امله تېره شپه په روغتون کې مړ شوى دى.
د قادر خان کورنۍ په اصل کې د افغانستان د کندهار ولايت اوسېدونکې وه، خو ويل کېږي چې په خپله قادر خان په کابل کې زېږېدلى و.
نوموړي تر دې مخکې رسنيو سره په مرکو کې ويلي و چې په يو کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره له افغانستان څخه هندوستان ته تللى و.
دى وايي چې پلار يې د کندهار او مور يې د بلوچستان د کويټې اوسېدونکې وه، په قوم کاکړ دي.
قادر خان په ١٩٣٧ زېږديز کال کې زېږېدلى و، لومړى فلم يې په ١٩٧٣ کال کې خپور شوى او تر اوسه يې تر ٣٠٠ زياتو هندي فلمونو کې رول لوبولى و.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










