کندهار (پژواک، ۱۶ مرغومی ۹۷): د کندهار اوسېدونکي شکایت کوي چې له بهره، په ځانګړې توګه له پاکستانه را واردېدونکي ډېری درمل بې کیفیته او بې اغېزې دي چې د روغتیا پر ځای زیان رسوي.
هغوی دغه راز یادونه کوي چې د ټیټ کیفیت تر څنګ د درملو واردولو پر مهال د هوا سوړوالي او تودوخې ته نه پاملرنه، په غیر معیاري ګودامونو کې د درملو ساتنه او له کم اعتبار لرونکو کمپنیو د درملو واردول هغه ستونزې دي چې چارواکي باید پاملرنه ورته وکړي.
د کندهار ښار د ۱۱مې ناحیې اوسېدونکي تاج محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، له بده مرغه د کلونو په تېرېدو اوس هم کندهار ته بې کیفیته درمل واردېږي چې خلکو ته هم مالي او هم روغتیايي زیان اړوي.
دی وايي، ډېری دغه درمل په قاچاقي لارو له پاکستانه راځي چې چارواکي یې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.
د ده په خبره، ډېر مهال ناروغان د درملنې پر مهال د درملو د ټیټ کیفیت له امله اړ کېږي چې له یوه روغتون څخه بل او له یوه ډاکټر څخه بل ته ولاړ شي چې هم یې پيسې بېځایه مصرفېږي او هم د درملنې پر ځای نورې روغتیايي ستونزې ورته پېښېږي.
دی له چارواکو غوښتنه کوي چې د خلکو دغې لویې جدي ستونزې ته پام وکړي، روغتیايي خدمات او د درملو واردول معیاري کړي.
د کندهار ښار بل اوسېدونکی محبوب الحق هم ورته شکایت کوي او وايي، ډېر مهال د ناروغۍ پر مهال درمل خوري خو په کنټرولولو کې یې هیڅ اغېز نه لري.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، ډېر سوداګر درمل له پاکستانه راوړي چې بې کیفیته او تقلبي درمل په کې په اسانۍ موندل کېږي.
د ده په خبره، دا چې له ګاونډيو هېوادونو سره زموږ پولې خلاصې دي ډېر دغسې درمل په قاچاقي توګه افغانستان ته راوړل کېږي چې حکومت يې باید مخنیوی وکړي.
دغه راز دی وايي، له بهره درمل د يخچال لرونکو موټرو پر ځاى په عادي موټرو کې راوړل کېږي او دغه راز په ګودامونو او درملتونونو کې هم په معياري ډول نه ساتل کېږي چې ډېر مهال تودوخه او نور موسمي حالات د هغو کيفيت ته زيان اړوي.
په کندهار کې یو شمېر ډاکټران او روغتیا پالان هم پر دې نظر دي چې دې ولایت ته بې کیفیته، زاړه او د کم اغېز لرونکي درمل راوړل کېږي چې د خلکو روغتیايي ستونزې يې لا ډېرې کړي دي.
ډاکټر محمد نبي همدا خبره کوي او وايي، د درملو یو شمېر کمپنۍ داسې درمل واردوي چې له روغتیايي پلوه یې کیفیت ټیټ او د ناروغیو په درملنه کې موثریت نه لري.
دی وايي، طبابت ورځ تر بلې پرمختګ کوي، اړتیا ده چې هېواد ته له معتبرو او نوو تجربه کړل شوو کمپنیو څخه درمل وارد شي څو د عادي او پېچلو ناروغیو په درملنه کې ګټه ورڅخه واخیستل شي.
ده ومنله چې يو شمېر ډاکټران هم په خپلو نسخو کې ناروغانو ته د ټیټ کیفیت لرونکي درمل توصیه کوي چې دا کار هم له مالي او هم روغتیايي پلوه ناروغانو ته زیان اړوي.
د معلوماتو له مخې، په کندهار کې دا مهال ۱۷۰ د درملو راجسټر شوې کمپنۍ شته چې له پاکستان او نورو هېوادونو څخه درمل واردوي.
د دغو کمپنیو د ټولنې مرستیال معلم میراحمد هم دا نه ردوي چې بې کیفیته درمل نه راوړل کېږي.
نوموړی وايي، د درملو له ټولو سوداګرو یې ژمنه اخیستې چې معیاري درمل به واردوي.
خو دی د دغې ستونزې حل په کندهار کې د یوه مجهز لابراتوار جوړول ګڼي چې د درملو او خوراکي توکو تجزيه په کې وکړاى شي او له دې لارې يې کيفيت کنټرول شي.
که یو شمېر سوداګر د خپلې ډېرې ګټې لپاره د ټیټ کیفیت لرونکي درمل واردوي نو بل پلو داسې سوداګر هم شته چې غواړي د امریکا او اروپا په معیارونو درمل وارد کړي.
له دې ډلې یو هم د مهمند فارما په نوم یوه کمپنۍ ده چې تازه د یوه سوداګر حاجي محمد صدیق مهمند په نوښت جوړه شوې ده.
محمد صدیق مومند وايي، په هېواد کې له بې کیفیته درملو د شکایتونو د زیاتوالي او د بې کیفیته درملو د وارداتو د مخنیوي په موخه یې دا ګام اخیستی دی.
د ده په خبره، له یوې بهرنۍ کمپنۍ سره چې امریکا او اروپا ته درمل ورکوي قرارداد کړی دی، دغه کمپنۍ د مهمند فارما لپاره باکیفیته درمل تولیدوي چې دوی یې د معیار ضمانت کوي.
نوموړی زیاتوي، مهمند فارما اوس مهال دغه درمل په خپل نوم، برانډ او پېکینګ د وارداتو په بڼه وړاندې کوي چې لارښوونې به یې په پښتو ژبه وي خو وروسته به یې خام توکي له بهره راوړي او تولیدات به یې په کور دننه کوي.
ده وویل، په هېواد کې دننه د درملو د ساتنې او لېږد په موخه د معیاري امکاناتو نشتوالی هغه څه دي چې له امله یې درمل خپل کیفیت له لاسه ورکوي خو دوی وار له مخه دغو ټولو چارو ته تدابیر نیولي چې په یخچال لرونکو کانټینرونو کې یې واردوي او ساتل به یې هم همداسې معیاري وي.
هغه د دې تر څنګ یادونه وکړه چې مهمند فارما د افغانستان په کچه لومړۍ فابریکه ده چې د امریکا د خوړو او درملو د نړیوال سازمان او د اروپا د درملو د سازمان جواز لري.
د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا پژواک خبرى آژانس ته وويل ، په دې وروستیو کې يې د درمل پلورونکو سره د همغږۍ ناسته کړې او له هغوی یې په جدیت غوښتي چې هېواد ته دې باکیفیته او معیاري درمل وارد کړي.
هغه زیاتوي، درمل پلورونکي باید د خپلو خلکو روغتیا په جدي توګه په پام کې ونیسي او د بې کیفیته درملو له واردولو ډډه وکړي.
د ده په خبره، د درملو د کيفيت د کنټرول په برخه کې یې څارنه سخته کړي او دغلته به يو داسې لابراتوار فعالوي چې د درملو او خوراکي توکو تجزيه په کې وکړاى شي او له دې لارې يې کيفيت کنټرول شي.
دی زیاتوي، د درملو واردوونکې کمپنۍ باید اړوند ټولو اصول مراعات کړي چې د سرغړونې په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي.
ده خبر ورکړ چې د عامې روغتیا ریاست همدا تېره اوونۍ ۵۵ ټُنه بې کیفیته او تر وخت تېر درمل له منځه یووړل چې د اندېښنې وړ موضوع ده ځکه له یوه پلوه په مارکېټ کې د غیر مجاز درملو شتون ښيي او له بله پلوه د خلکو پیسې پرې لګېدلې دي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د ملي ادارې د رییس ډاکټر نورشاه کامه وال په مشرۍ یوه پلاوي هم کندهار ته سفر کړی و او دغلته یې له ولایتي چارواکو او د درمل پلورونکو د ټولنې له مسوولینو سره کتلي وو.
د هغه د سفر په موخه په کندهار کې د درملو د تجزیې د جوړېدونکي لابراتوار او د درملو د سترې خصوصي کمپنۍ (سونو فارما) له چارو څارنه او د درملو د مارکېټ په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول وو.
نوموړي د خپل دغه سفر پر مهال له ولایتي ادارې د ځمکې غوښتنه وکړه څو له خصوصي سکتور سره په ګډه د درملو سټنډرډ ګودامونه ورباندې جوړ شي او په دې توګه د درملو کیفیت ته د زیان رسېدو مخنیوی وشي.
د روغتیايي چارو د کتونکو په اند په هېواد کې د بې کیفیته درملو د موجودیت د دې لامل شوی چې ډېر ناروغان بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان او هند ته د درملنې لپاره لاړ شي.
د معلوماتو له مخې پاکستان او هند هر کال د افغان ناروغانو د درملنې او او درملو له درکه میلیونونه ډالر عاید تر لاسه کوي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










