کابل(پژواک، ۲۲ مرغومی ۹۷): د ملي امنيت ځواکونو د هلمندپه مارجې ولسوالۍ کې د يو لړ ځانګړو عملياتو په پايله کې د دوو وسله والو وژل کېدو ترڅنګ د چاودېدونکو او نشه يي توکو یو زېرمه کشف کړې ده.
د ملي امنيت رياست په خبرپاڼه کې چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته رسېدلې، ويل شوي چې دغه زېرمه د طالبانو د يوه مهم قوماندان قاري ظاهر پر قرارګاه کې کشف شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي چې ددې عملياتو په پايله کې يو فير راکټ له مرميو سره، ۱۰۰۰ فيره د ام ۱۶ مرمۍ، ۲ ميله کلاشينکوفونه له ۹ شاژورونوسره، ۴ پرتلې، ۲۰ متره پريم کات سيم، ۴۵۰۰ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي، ۴۰۰۰ کيلوګرامه ترياک،يو عراده لنډکروزر موټر، يو عراده لکسس موټر، يو عراده موټر سايکل، درې پايې د ثريا ټيلېفونونه او يوه پايه لپ ټاپ کمپيوټر د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي چې له سلاح ، مهماتو، ټيلېفونونو اوکمپيوټر پرته امنيتي ځواکونو نور ټول توکي له منځه وړي دي .
د يادونې ده چې د عملياتو په پايله کې د قاري ظاهر دوه وسله وال هم وژل شوي دي.
د يو بل خبر له مخې، د هلمند امنیتي مسولین وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د په بیلا بیلو سیمو کې ۱۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
په دې ولايت کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي مرستیال جګړه عبدالولي وايي تیره ورځ ناوخته دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې بهرنیو ځواکونو هوايې بریدنه تر سره کړې دي، چې په پایله کې يې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل سوي دي.
دده په وینا دغه راز دیوه هوايې برید په پایله کې یو بل وسله وال طالب هم تیره شپه په مارجې ولسوالۍ وژل سوی دی.
عبدالولي زیاتوې، چې دغه راز د واشیر وولسوالۍ په اړونده یوه سیمه کې بیا افغان هوايې ځواک په طالبانو برید تر سره کړی دی، چې پر مهال يې ۳ تنه ددولت وسله وال مخالفین وژل سوي یو ارکټ یو میل کلاشنکوف د قول اردو سرتیرو ترې په لاس راوړې دي.
دغه راز د هلمند د امنې قوماندانۍ ویاند دوهم څارن عبدالسلام افغان وايي تیره شپه دګرشک ولسوالۍ اړونده نهرسراج په سیمه کې دري تنه طالبان په داسي حال کې وژل شوي دي، چې غوښتل يې دپولیسو په امنیتي پوسته باندي برید تر سره کړي.
د طالبانو قاري يوسف احمدي وايي، چي تیره ورځ يې په ناوي او نادعلي ولسوالیو کې په دوه جلا جلا بریدونو کې پنځه تنه امنیتي سرتیري وژلي دي، خو نوموړي د خپلو کسانو دمرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










