کابل (پژواک، ٢٤ مرغومی ٩٧): د پوهنې وزارت وايي، د روان زېږديز کال په لومړيو دريېو مياشتو که د مياشتني عادت روغتيايي لارښود ۳۰زره کوچني کتابونه چاپ او له پنځم څخه تر دوولسم ټولګي پورې نجونو ته تدريس شي.
د پوهنې وزارت ويانده نوريه نزهت وايي، ښځينه زده کوونکې به له دغه لارښود څخه چې د کيسو د کتاب په بڼه چاپېږي، له لارې به يې د مياشتنې عادت پر مهال د مناسب ټوکر د کارونې او د حفظ الصحې د مراعاتولو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي.
هغه زياتوي، د دغو کتابونو په لوستلو سره به نجونې پوه شي چی مياشتنی عادت يوه طبيعي پديده ده، د ياد عادت پر مهال به يې روحي فشار کم او پر دې به پوه شي چې دغه عادت د نجونو تدريجې تکامل ښيي.
د هغې په وينا، د مياشتني عادت د پوهاوي په اړه به ښوونکې فعاله ونډه ولري او دغه کار به د دې لامل شي چې ښځينه زده کوونکې فعالې او له بشپړې روغتيا برخمنې شي.
د پوهنې وزارت ويانده وايي، د يادو روغتيايي لارښود د تدريس لپاره ۶۸ ماسټر ټرينران روزل شوي دي.
دغه لارښود کوچني په داسې وخت کې چاپېږي چې د يونيسېف ادارې د ۲۰۱۶ کال د څېړنې پر بنسټ، په سلو کې ۳۰ نجونې د مياشتني عادت پر مهال ښوونځيو ته نه ځي او له سلو اويا نجونې له دې وېرې چې شنډې نه شي، ځانونه نه مينځي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










