کابل (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٧): د فوټبال نړيوال فدراسيون د افغانستان د فوټبال فدراسيون د پخواني رييس کرام الدين کريم هغه غوښتنه رد کړې چې پر ده دې لګېدلی بنديز لري شي.
فيفا وروسته له هغه د افغانستان فدراسيون پر مشر کرام الدين کريم د درېيو مياشتو لپاره بنديزونه ولګول چې هغه د فوټبال پر ښځينه لوبغاړو پر جنسي ځورونو تورن شو.
د فوټبال نړيوال فدراسيون (فیفا) له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه سازمان د اخلاقي چارو قاضي پر کرام الدين کريم د فيفا له لوري د ٩٠ ورځو دندې ځنډېدو پرېکړه تاييد کړې ده.
کرام الدين کريم د افغانستان د ښځو د فوټبال لوبډلې د يو شمېر غړو له خوا پر بد چلند، جنسي ځورونو او تاوتریخوالي تورن شوی دی.
د دغو تورونو په پايله کې د فوټبال نړيوال فدراسيون د کریم دنده د ٩٠ ورځو لپاره وځنډوله. اوس د نړيوال فدراسيون مسوولينو ويلي چې کېدای دغه بنديز ۴٥ ورځې نور هم اوږد شي.
د افغانستان لويې څانوالۍ د دغو تورونو څېړلو لپاره پلټنې پيل کړې او د کريم په ګډون د افغانستان د فوټبال فدراسيون پنځه غړي يې د پلټنو تر پايه له هېواده بهر ته له تللو بند او ممنوع الخروج اعلان کړي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










