ژبه

سوریه کې د ځانمرګي بريد له امله څلور امریکايي سرتېري وژل شوي

کابل (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٧): د سوريې په منبج ښار کې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې د څلورو امريکايي سرتېرو په ګډون ١٥ کسان وژل شوي دي.

امريکايي رسنيو خبر ورکړى چې دغه بريد پرون د منبج ښار اړوند سيمه کې د يوه هوټل مخې ته شوی چېرې چې ګڼ شمېر امريکايي او د هغوى ملاتړي د سوريې د حکومت د اپوزېسيون سيمه ييز ځواکونه مېشت وو.

سرچينې د امريکا د دفاع وزارت په حواله خبر ورکړى چې په دغه بريد کې د څلورو امريکايي سرتېرو په ګډون ١٥ کسان وژل شوي او د يو شمېر نورو امريکايي سرتېرو په ګډون ٢٠ نور کسان ټپيان شوي دي.

د دغه ځانمرګي بريد مسووليت داعش ډلې منلى دى.

دغه ځانمرګى بريد په داسې حال کې شوى چې د امريکا ولسمشر له سوريې د خپلو سرتېرو د ايستلو اعلان کړى دى.

login or register a new account.