منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هلمند او اروزګان ځينو ولسواليو کې له اته مياشتني ځنډ وروسته واکسين پيل شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

لښکرګاه-ترينکوټ(پژواک، ٧ سلواغه ٩٧): د هلمند او اروزګان ولايتونو په ځينو ولسواليو کې له اته مياشتني ځنډ وروسته د ګوزڼ د مخنيوي واکسين کمپاين پيل شو.

د هلمند د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت امر عصمت الله همت د سلواغې په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ګوزڼ واکسين له اته مياشتنې ځنډ وروسته په هغو ولسواليو کې بيا پيل شو چې کنټرول يې له وسله والو طالبانو سره دى.

همت وايي چې په دغو ولسواليو کې باغران، نوزاد، واشېر، خانشين، دېشو او ګرمسېر شامل دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېرکال په دغو ولسواليو کې د ګوزڼ څلور مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

ده وويل چې د دغه کمپاين په ترڅ کې به ٤٥٠ زره ماشومانو ته د ګوزڼ د مخنيوي واکسين تطبيق شي.

نوموړي زياته کړه: ((طالبانو ويل چې د کور په کور پر ځاى دې، جوماتونو کې واکسين تطبيق شي، خو دا زموږ تګلاره نه ده، نو د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړتوب مو دغه ستونزه هواره کړه.))

دغه راز د هلمند والي محمد ياسين خان هم وويل چې له ډېرو هڅو وروسته په دې وتوانيدل، ترڅو د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو کې د واکسين تطبيق ته اجازه ورکړل شي.

نوموړي زياته کړه: ((په هغو سيمو کې چې طالبانو دغه واکسين بند کړى و، نو وېره شته چې ځينې مثبتې پېښې په کې وليدل شي.))

ده وويل چې څه موده وروسته به د ګوزڼ واکسين کمپاين په کجکي، موسى کلا او سنګين ولسواليو کې هم پيل شي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، وسله والو طالبانو اروزګان ولايت کې هم له اته مياشتني ځنډ وروسته د ګوزڼ د مخنيوي واکسين تطبيق ته اجازه ورکړه.

په دې اړه جوړو شويو مراسمو ته د اروزګان د عامي روغتیا رییس ډاکتر خان اغا میاخېل وويل چې طالبانو په خپلو سيمو کې يو ځل بيا د ګوزڼ واکسين تطبيق ته اجازه ورکړه.

هغه وويل چې د طالبانو د بنديز له امله له دوه سوه زرو ماشومانو څخه يواځې ٨٠ زره ماشومان، د دغه واکسين تر پوښښ لاندې راتلل.

خو نوموړى وايي، طالبانو ويلي چې د ګوزڼ دغه واکسين به د کور په کور پرځاى په جوماتونو کې ماشومانو ته تطبيق شي.

دغه راز د ارزوګان والي اسدالله سعید هیله وښوده چې طالبان به هم په خپل واک لاندي سیمو کې کور په کور د واکسین تطبیق ته اجازه ورکړي.

هغه د کورنیو له مشرانو غوښتنه وکړه چې خپل له پنځه کلونو کم عمره ماشومانو ته دغه واکسين تطبيق کړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې تېرو اتو مياشتو کې د اروزګان په چارچينو ولسوالۍ کې د پوليو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا