منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کوريا د کندهار له ملکي روغتون سره د روغتيايي سامان الاتو مرسته وکړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۴ کتنې

کندهار (پژواک، ۹ سلواغه ۹۷): کوریا د روغتیا نړیوال سازمان/W.H.O له لارې د کندهار له میرویس روغتون سره د طبي سامان الاتو مرسته وکړه او دغه راز دغلته یې د ساري ناروغیو د درملنې یوه ۱۴ بستر لرونکې څانګه پرانېسته.

د طبي سامان الاتو د سپارلو او ساري ناروغیو د درملنې څانګې د پرانېستلو په موخه په افغانستان کې د کوریا سفیر ریژایونګ کندهار ته سفر کړی و.

په دغو مراسمو کې د کندهار ولایت سرپرست عبدالحنان منیب، د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا او نورو چارواکو ګډون کړی وو.

منیب وویل، د کوریا هېواد له خوا د روغتیا د نړیوال سازمان په همکاري د میرویس روغتون له جراحي وارډ سره د ۳۶ قلمه روغتیايي سامان الاتو مرسته وکړه.

هغه زیاته کړه، په مرسته شوو توکو کې د جراحي وارډ اړوند ناروغانو لپاره بېلابېل مشینري، کټونه، ویلچیرز او نور شامل دي چې ۳۸۰ زره امریکايي ډالر لګښت پرې راغلی دی.

نوموړي د دغې مرستې له امله د کوریا له سفیر ریژایونګ څخه ځانګړې مننه وکړه او ویې ویل، میرویس روغتون د سوېلي زون په کچه روغتیايي خدمات وړاندې کوي چې د عادي ناروغانو تر څنګ ورته د جګړې او ترافیکي پېښو ټپیان هم راوړل کېږي.

د ده په خبره، دغه روغتون دغو روغتیايي سامان الاتو ته اړتیا لرله چې د جراحي وارډ ناروغانو ته به ګڼې اسانتیاوې برابرې کړي.

د دې تر څنګ په دغه روغتون کې د ساري ناروغیو د درملنې ۱۴ بستریزه څانګه هم پرانېستل شوه.

منیب وویل، د ساري ناروغیو د درملنې پر دغه څانګه ۹۰ زره امریکايي ډالر لګښت راغلی چې د W.H.O په همکارۍ د کوریا له خوا ورکړل شوي دي.

ده زیاته کړه، دغه څانګه ۱۴ بستره لري چې د ساري ناروغانو درملنه به په کې تر پخوا په ښه توګه کېږي.

ميرويس حوزوي روغتون چې په ١٣٥٧ لمريز کال کې يوازې د کندهار لپاره جوړ شوى، اوس د حوزې د پنځو ولايتونو په کچه د ٦،٨ ميليونه نفوس لپاره فعاليت کوي.

دغه روغتون د هېواد په کچه تر ټولو مصروف روغتون ګڼل کېږي چې د تشکيل له کمښت او ځاى د تنګوالي له امله له ستونزو سره مخامخ دی.

د کوریا سفیر کندهار کې د دغو پروژو د پرانېستې تر څنګ د دې ولایت له سوداګرو سره هم ولیدل.

په دې لیدنه کې د کندهار ولایت سرپرست د کوریا له سفیر څخه وغوښتل چې دلته دې یو معیاري او مجهز روغتون جوړ کړي، ځکه د دې ولایت په ګډون د ټول زون ناروغان میرویس روغتون ته د درملنې لپاره راځي او دغه روغتون بسنه نه کوي.

نوموړي دغه راز د کوريا د سکالرشيفونو او د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو غوښتنه هم وکړه.

يو شمېر سوداګرو بیا د صنعت او سوداګرۍ د ودې په موخه د وېزو په برخه کې د اسانتیاوو غوښتنه وکړه او یادونه یې وکړه چې د سوداګرۍ په برخه کې دواړه هېوادونه له پخوا ډېرې اړیکې لري.

د کوریا سفیر ریژایونګ وویل، هېواد یې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره یو میلیارد ډالر مرسته کړې ده او هڅه کوي د پوهنې، روغتیا او سوداګرۍ برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ده یادونه وکړه چې د ولایتي ادارې او سوداګرو غوښتنې به له خپل دولت سره شریکوي او حل لارې به ورته لټوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا