ژبه

بلوچستان کې د ځانمرګي برید له امله لسګونو پاکستاني پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ١٠ سلواغه ٩٧): د بلوچستان په لورلايي سيمه کې د پاکستان د پوليسو د ولايتي مشر (انسپکټر جنرل) پر مرکزي دفتر ځانمرګی بريد شوی چې په کې ګڼ شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بلوچستان ايالت ځايي امنيتي مسوولينو ويلي، بريد پرون مازديګر هغه مهال وشو چې د پوليسو د جلب او جذب دفتر مخې ته خلک په کتار کې ولاړ وو.

د بلوچستان د کورنيو چارو ايالتي وزير مېر ضياءالله لانګو رسنيو ته ويلي، يوه بريدګر په دروازه کې چاودنه وکړه او دوه نور ودانۍ ته ننوتل.

د هغه په وينا، په دغه بريد کې نهه پوليس وژل شوي او ٢١ نور ټپيان دي.

خو نورو ازادو سرچينو ويلي چې په بريد کې تر ٢٠ زيات پوليس وژل شوي او شاوخوا اتيا نور ټپيان دي.

پاکستاني طالبانو ویلي، دغه برید دوی کړی دی. روانه میاشت دا په یاده سیمه کې د سخت دريځو دويم برید دی.

login or register a new account.