اسعد اباد (پژواک، ١١ سلواغه ٩٧): د کونړ د ښاروالۍ په هغو دوه سلنه عوایدو کې چې د ولایت مقام له خوا ورته د یوه مکتوب په وسیله حکم شوی، څو د ځوانانو د پرمختګ او پیاوړتیا برخه کې یې ولګوي، په پراخه کچه فساد شوى دى.
.jpg)
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له خوا يو مکتوب د کونړ د والي وحيدالله کليمزي په لاسليک د ١٣٩٥ لمريز کال د چنګاښ په ١٤مه د ښاروالۍ رياست ته استول شوى دى.
په دغه مکتوب کې چې د هېواد ٣٣ ښارواليو ته استول شوى، راغلي چې له خپلو کلنيو عوايدو دې دوه سلنه د ځوانانو د پياوړتيا او د ورزش او فرهنګي فعاليتونو لپاره د ځوانانو له امريت سره په همغږۍ ولګوي.
د کونړ ښاروال انجنير محمدرحيم وايي چې په ١٣٩٦ لمريز کال کې يې نږدې ٢٤ميليونه (٢٣٩٧٣٥٢٥) او په ۱۳۹۷ کال کې يې نږدې ٢٧ ميليونه (٢٦٧٨٧٣٤٤)افغانۍ عوايد راټول کړي وو. له دغو عوايدو يې دوه سلنه په ١٣٩٦ کال کې شاوخوا اووه سوه زره او په ١٣٩٧ کال کې شاوخوا اته سوه زره افغانۍ کېږي.
ښاروال پژواک ته وويل چې په دغو دوو کلونو کې يې هغه دوه سلنه بودجه چې د سيمه ييزو ارګانونو له خوا ورته د يوه مکتوب له لارې ويل شوي وو، د ځوانانو لپاره ځانګړې کړې وه.
انجنير رحيم وايي، له دې دوه سلنې بودجې يې د کونړ ځوانانو د فعاليتونو پياوړتيا لپاره ځانګړي پروګرامونه ترسره کړي دي..jpg)
د هغه په وينا، د ولايت د مرکز اسعداباد ښار په څلورو ناحيو کې د واليبال لوبډلې رامنځته کړې دي او د ښاروالۍ لپاره يې هم ځانګړې لوبډله جوړه کړې ده.
ښاروال وايي، د دې تر څنګ يې د کرکټ لوبډله او په څلورو ناحيو کې د عامه پوهاوي لپاره د ښځو ټيمونه جوړ کړي او د ځوانانو ترمنځ يې د حسن قرائت سيالۍ ترسره کړې دي.
ده زياته کړه، د ښاري کلتور په موخه يې د ځوانانو کنفرانس جوړ کړى، د ښوونځيو د کمېټو ترمنځ يې سيالۍ جوړې کړې او د نجونو په دوو لېسو کې يې د انګليسي ژبې زده کړې مرکزونه جوړ کړي دي.
د ده په وينا، نورې سيالۍ يې هم ترسره کړې، د ځوانانو لپاره يې بېلابېلې ناستې جوړې کړې، د ځوانانو نړيواله ورځ نمانځل شوې او په ښاروالۍ کې يې يو کتابتون هم جوړ کړى دى.
د کونړ ولايت د اولمپيک ادارې مشر احدالله ساپی وايي چې د سيمه ييزو ارګانونو له ياد مکتوبه تر خبرېدو وروسته ښاروالۍ ته ولاړل او پر دې موضوع يې ورسره خبرې وکړې.
هغه پژواک اژانس ته وويل: “ښاروال ته مې وويل چې له دې دوه سلنه عايد څخه به په ګډه ټيمونه جوړ او سپورټي فعاليتونه پيل کړو، خو ښاروال راته وويل چې دا بودجه زموږ ده، موږ يې په خپله مصرفوو.”
ساپى وايي، تر اوسه ورته د ښاروالۍ له لوري لوبډلې نه دي ور پېژندل شوې او نه يې ورسره معلومات شريک شوي چې ګواکې له کومې لوبډلې يا لوبغاړو سره دې ښاروالۍ مرسته کړې وي.
احدالله زياته کړه: “تر اوسه ښاروالۍ موږ ته د يادې دوه سلنې بودجې په اړه چې چېرې او څه ډول يې مصرف کړې؟ هېڅ ډول معلومات نه دي راکړي او نه يې اړيکې نيولې دي.”
د کونړ د ځوانانو چارو امر صادق الله سيار هم وايي چې د ښاروالۍ مسوولين د دوه سلنه عايد په اړه چې څه ډول او چېرې يې مصرف کړی، له دوى سره معلومات نه دي شريک کړي.
ده وويل: “تر اوسه موږ ته ښاروالۍ نه دي ويلي چې ياده دوه سلنه عايد هر کال څومره افغانۍ کېږي، يواځې د کال په اخر کې وايي چې د ځوانانو په برخه کې مو دومره لګښت کړى دى.”
د سيار په وينا، کله چې ښاروالي د ځوانانو په برخه کې فعاليت کوي، نو د خريدارۍ او نورو لګښتونو په اړه د ځوانانو امريت نه په جريان کې کوي، خو ښاروالي د ځينو وړو فعاليتونو تر څنګ د ځوانانو ورځ هم نمانځلې او دوى ورته ١٠٠ ځوانان معرفي کړي وو چې يواځې د غرمې ډوډۍ يې ورکړې ده.
د ځوانانو امر زياتوي، د ښاروالۍ له مسوولينو سره يې څو څو ځلې خبرې کړې او ترې غوښتي يې دي چې د دوه سلنې بودجې له مخې د ځوانانو د پياوړتيا لپاره ګډ پروګرامونه جوړ کړي، خو هغوى په دې برخه کې له همکارۍ انکار کړى دى.
صادق ادعا وکړه چې د ښاروالۍ رياست په تېرو دوو کلونو کې له دوه سلنه عوايدو د ځوانانو د پياوړتيا لپاره د پام وړ هېڅ کار نه دى کړى.
دى وايي، د ښاروالۍ رياست د څلورو ناحيو ٥٠ رضاکارانو ته يواځې ژېړ رنګه واسکټونه ورکړي، نور يې هېڅ نه دي کړي.
د کونړ د پوهنې رييس مجيب الرحمن همدرد وايي، دوى هم د ښاروالۍ له دوه سلنه عوايدو چې د ځوانانو لپاره ځانګړي شوي، خبر شوي، خو ښاروالۍ تر اوسه ورسره په دې برخه کې هېڅ اړيکه نه ده نيولې او نه يې همکاري کړې ده..jpg)
هغه پژواک اژانس ته وويل، د ښاروالۍ له لوري په ښوونځيو او مدرسو کې تر اوسه د حسن قرائت هېڅ ډول سيالي نه ترسره شوې او نه يې ورسره په دې برخه کې کومه مشوره کړې ده.
خو همدرد مني چې د ښاروالۍ له لوري له دوى سره په همغږۍ د نجونو په دوو ښوونځيو کې د انګليسي ژبې د زده کړې درې مياشتني کورسونه جوړ شوي وو.
نوموړی زياتوي، د دواړو لېسو د کورسونو لپاره يې ښوونکي هم د معاش په بدل کې نيولي وو او د پوهنې رياست ترې څارنه هم کړې ده.
د پوهنې رييس دغه راز وويل، د دوى له خوا د دوو مرکزي لېسو ترمنځ سيالۍ ترسره شوې وې چې د ښاروالۍ له خوا ګټونکو ته يوه اندازه ډالۍ هم ورکړل شوې وې.
د اسعد اباد ښار د چغان لېسې مديره سپوږمۍ وايي چې ښاروالي د دوى په ښوونځي کې کورس جوړ کړى و، زده کوونکو ته يې کتابونه او يوه ښوونکي ته يې معاش هم ورکړى و.
د کونړ د کرکټ ادارې پخوانی مشر صبغت الله حميد وايي، کله چې د ښاروالۍ له کلنيو عوايدو دوه سلنه بودجه د ځوانانو د پرمختګ او پياوړتيا لپاره ځانګړې شوه، دى ښاروالۍ ته ورغى او د مرستې غوښتنه يې ترې وکړه.
هغه پژواک ته وويل: “ما ورته وويل چې که د کرکټ لوبډله جوړوئ، ورسره به مرسته وکړم، خو هغوى کومه لېوالتيا ونه ښوده.”
حميد زياتوي، د ۱۳۹۶ لمريز کال پر مهال په کونړ کې د کرکټ پنځلس لوبډلې وې چې د کرکټ له اصولو سره سمې جوړې شوې وې، اسناد يې هم شته، خو په دې لوبډلو کې د ښاروالۍ په نوم کومه لوبډله نه وه ثبت او نه يې شتون درلود.
د نوموړي په وينا، د ١٣٩٧ کال په وروستيو کې ښاروالۍ رياست له دوى د کرکټ د يوې لوبډلې د جوړولو غوښتنه وکړه، خو د ده دنده پاى ته رسېدلې وه، اوس معلومات نه لري چې جوړه کړې يې ده کنه.
د دغه ولايت د کرکټ ادارې اوسنى مشر شېرالله افغان بيا مني چې د ښاروالۍ له خوا ترې د کرکټ لوبډلې په جوړولو کې د مرستې غوښتنه شوې او دوى ورته لوبغاړي معرفي کړي دي.
هغه زياته کړه، اوس ښاروالۍ دغو لوبغاړو ته يونيفورم او نور وسايل پېرلي، خو يادې لوبډلې تر اوسه په رسمي توګه خپل اسناد نه دي بشپړ کړي او نه هم دوى سره ثبت او راجستر ده.
نوموړي وويل، څو چې جواز وانه خلي په سياليو کې ورته د ګډون اجازه نه ورکول کېږي.
د کونړ د ځوانانو د همغږۍ مدني ټولنې مشر محمد شعيب غروال وايي چې له يادې دوه سلنې بودجې څخه ښاروالي يواځې د ځوانانو نړيواله ورځ نمانځلې ده.
هغه زياته کړه، دوى ښاروالۍ ته ښه پروګرامونه او پلانونه ورکړي وو، خو هغوى يواځې د ورځې په نمانځلو بسنه وکړه.
غروال وايي، ښاروالي له يادې بودجې يواځې څو نمايشي کارونه کوي او نورو پيسو کې په پراخه کچه فساد کېږي.
هغه له ښاروالۍ وغوښتل چې له يادې بودجې د ځوانانو چارو په امريت کې د ځوانانو لپاره کمپيوټرونه وپېري او يو استاد دې هم وګوماري چې ځوانانو ته د کمپيوټر زده کړه ورکړي.
د اسعداباد ښار يوه اوسېدونکې زده کوونکې هيله وايي، تر اوسه د ښاروالۍ د عوايدو د لګښت په اړه معلومات نه لري او نه يې تر اوسه په دې اړه څه اورېدلي دي.
د اسعداباد د دوو ناحيو د ځوانانو شورا رييس ذبيح الله صاحب حق وايي چې د ښاروالۍ له يادې بودجې تر اوسه د ځوانانو لپاره هېڅ کار نه دى شوى.
د هغه په وينا، ښاروالي ځيني تش په نوم نمايشي کارونه کړي چې ځوانانو ته يې کومه ځانګړې ګټه نه ده رسېدلې.
د ښاروالۍ د رياست د مشورتي بورډ غړى استاد توراج بيا وايي، هغه پروګرامونو چې ښاروالي يې د ځوانانو په برخه کې د ترسره کولو ادعا کوي، کافي نه دي، بلکې د ګوتو په شمېر دي.
هغه پژواک ته وويل چې د ښاروالۍ له عوايدو دوه سلنه پيسې ډېرې دي او ښاروالي کولى شي هر کال له دې پيسو د ځوانانو لپاره ډېر کارونه وکړي.
د کونړ د ښځو چارو رييسه سهيلا بابر هم وايي چې له ښاروال سره يې پر دې ځانګړې بودجې خبرې کړې او په دې برخه کې يې ترې د همکارۍ غوښتنه وکړه، خو ښاروال ورته ويلي وو چې دا د دوى پيسې دي، په خپله خوښه يې مصرفوي..jpg)
هغې د ښاروالۍ له لوري په ښار کې د ښځو کمېـټې جوړولو په اړه ناخبري وښوده او په ډاګه يې کړه چې که ښاروالي ښځو ته په کومه برخه کې فعاليت کوي، بايد دوى په جريان کې کړي.
بلخوا د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال هم د ښاروالۍ له فعاليتونو خوښ نه دى او وايي، ښاروال ښه سړی دی خو ښه مدير نه دی.
هغه پژواک ته وويل، هغه اندازه پيسې چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له خوا د ځوانانو د پرمختګ او پياوړتیا لپاره ځانګړې شوې، ښاروالي يې بايد په معقوله توګه ولګوي.
والي زياته کړه چې دا بودجه بايد اولمپيک، کرکټ بورډ، ځوانانو امریت، پوهنې او نورو هغو ادارو سره چې ځوانانو ته کاري زمينې برابروي، په همغږۍ ولګوي.
د ميرزکوال په وينا، دا پيسې يواځې د ډوډۍ لپاره نه دي، بلکې د ځوانانو او فرهنګيانو لپاره دې پرې په بېلابېلو برخو کې عملي کارونه وکړي.
هغه ګواښ وکړ، که چېرې ښاروالي دغه پيسې د ځوانانو د پرمختګ او پياوړتیا په برخه کې په سمه توګه مصرف نه کړي، نو مجازات به شي..jpg)
په کابل کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښارواليو مرستيال عبدالباقي پوپل وايي چې د دوى اداره د ځوانانو د ملاتړ او پرمختګ لپاره له ښارواليو سره د يوه تفاهم له مخې د دوه سلنې بودجې په اړه پرېکړه کړې وه.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، دغه بودجه چا ته نه ورکول کېږي، بلکې د ښاروالۍ له لوري به د ځوانانو لپاره د لوبو د ميدانونو، د لوبو وسايلو او د لوبغاړو يونيفورم پېرلو، فرهنګيانو ته د مشاعرې، چمنونو او د ځوانانو د ملاتړ د نورو پروګرامونو برخو کې ولګېږي.
پوپل زياته کړه، ښاروالي په خپله دا پيسې داسې لګوي، لکه څه ډول چې د بيارغونې نور کارونه ترسره کوي.
د کونړ ښاروال انجنير محمد رحيم وايي چې دوى دغه پيسې د خپلې کړنلارې له مخې د ځوانانو د ملاتړ په موخه په بېلابېلو برخو کې مصرفوي، خو د کړنلارې په اړه يې نور معلومات ور نه کړل.
د هغه په وينا، د دې پيسو لپاره ځانګړى بانکي حساب نه لري، بلکې د ښاروالۍ له نورو عوايدو سره يو ځاى په بانکي حساب کې ساتل کېږي.










