غزني ښار(پژاوک، ١٣ سلواغه ٩٧): د غزني اوسېدونکي او چارواکي وايي چې په دې وروستيو کې د نا امنۍ کچه لوړه شوې چې له امله يې درې ولسوالۍ سقوط شوې هم دي.
شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې وسله والو طالبانو پر غزني ښار ډله ييز بريد وکړ چې له امله يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او يو شپږ ولسوالۍ هم طالبانو ونيولې.
خو د غزني چارواکي وايي چې دا مهال د ناوې، خواجه عمري او اجرستان ولسواليو کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.
په دې اړه د خواجه عمري اوسېدونکي رحيم الله د سلواغې په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې څو مياشتې وړاندې وسله والو طالبانو پر دې ولسوالۍ ډله ييز بريد وکړ چې ګڼو کسانو ته په کې مرګ ژوبله هم واوښته.
هغه وايي: ((له هماغه وخته تر اوسه دغه ولسوالۍ له طالبانو سره ده، حکومت يې د بېرته نيولو لپاره هيڅ اقدام نه دى کړى.))
دغه راز د اجرستان اوسېدونکي نور احمد هم پژواک ته وويل چې له پرله پسې بريدونو وروسته طالبانو دغه ولسوالۍ نيولې ده.
نوموړي زياته کړه: ((دلته هيڅ ډول خدمات نشته، حکومت بايد بېرته د دغې ولسوالۍ د نيولو لپاره اقدام وکړي.))
دا په داسې حال کې ده چې ناوه ولسوالۍ بيا له تېرو ١٤ کلونو راهيسې د طالبانو په کنټرول کې ده.
زنخان، ده یک، اندړ، رشیدان، واغظ، خوږیاڼي، خواجه عمري او جغتو بيا هغه ولسوالۍ دي چې د نا امنۍ له امله يې مرکزونه د غزني ښار نږدې سيمو ته انتقال شوي دي.
د اړوندې موضوع په اړه د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې د دغه ولايت ١٤ ولسوالۍ له لوړو امنيتي ګواښونو سره مخ دي.
د نوري په وينا، ناوه، اجرستان او خواجه عمري ولسوالۍ سقوط شوي او د زنخان، خوږياڼي، واغظ او رشيدانو ولسواليو مرکزونه غزني ښار ته انتقال شوي دي.
دى وايي چې د اندړ، ده يک او جغتو ولسواليو مرکزونه بيا په ولسوالۍ کې دننه نورو سيمو ته انتقال شوي دي.
همدارنګه څو ورځې وړاندې د غزني والي وحيدالله کليمزي هم پژواک ته ويلي و چې د ځينو ستونزو له امله د ځينو ولسواليو مرکزونه ښار ته انتقال شوي دي.
کليمزي زياته کړې وه: ((ما په دې اړه له مرکز سره خبرې کړې دي، کوښښ کوو چې د هرې ولسوالۍ مرکز په پخواني ځاى کې يې بېرته فعاله کړو، ترڅو د خلکو مشکلات حل شي.))
د يادونې ده چې له هلمند او کندوز وروسته غزني کې د نا امنۍ کچه لوړه ده چې ډېرى وخت يې اوسېدونکي له دې برخې شکايتونه کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










