کابل (پژواک،١٣سلواغه٩٧):تېره مياشت په داسې حال کې افغانستان کې نږدې زر کسان وژل شوي او تر ٨٠٠ ډېر ټپيان دي،چې دسولې خبرې روانې دي او خلک د وينو دغې لړۍ د بندېدو لپاره اوربند ته شېبې شمېري.
وړمه( د٢٠١٨ د دسمبر) مياشت کې په ١٤٠ بېلابېلو بريدونو کې ١١٢١ تنه وژل شوي او ٤٧٥ تنه ټپيان وو،او د روان ميلادي (٢٠١٩) کال د تېرې (جنوري) مياشتې ياده مرګ ژوبله په ١٣١ بريدونه کې اوښتې ده.
دغو شمېرو ته په پام، د وړمې ميلادي مياشتې په پرتله تېره (جنوري) مياشت کې مرګ ژوبله ١٤ سلنه زياته شوې، خو د بريدونو شمېر شپږ سلنه کم شوى دى.
د پژواک خپاره شوي خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چېد روان ميلادي کال په تېره لومړۍ مياشت کې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ٢٩ کې ٩٨٦ کسان وژل شوي او ٨٣٩نور ټپيان دي.
تر لاسه شوي معلومات ښيي چې تېره مياشت له هرو ١٧ تنو لسو ته په مخامخ نښتو،درېيو ته په ځانمرګو بريدونو، او يوه، يوهته په هوايي بريدونو، هدفي وژنو او چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر ټولوډېر (١٧) بريدونه په فارياب، لس، لس په کندهار او ننګرهار، اته، اته په بغلان، هلمند او کابل او پاتې او ٧٠ نور بريدونه په ٢٣ نورو ولايتونو کېشوي دي.
جنوري کېله باميان، دايکندي، پنجشېر، نورستان او پکتيا ولايتونوڅخهدبريدونوراپورنهدىترلاسهشوى.
مرګ ژوبله
د پژواک راپورونه ښيي چې په يادو بريدونو کېتېره مياشت ټول٩٨٦ کسان وژل شوي او ٨٣٩نور ټپيان دي.
په دغو وژل شويو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي، چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړي او د ټولو تفکيک شونى نه دى.
var divElement = document.getElementById('viz1549088897123'); var vizElement = divElement.getElementsByTagName('object')[0]; vizElement.style.minWidth='420px';vizElement.style.maxWidth='650px';vizElement.style.width='100%';vizElement.style.minHeight='587px';vizElement.style.maxHeight='887px';vizElement.style.height=(divElement . . .










