قلعه نو( پژواک، ۱۳ سلواغه ۹۷): سیمه ییز چارواکي وايي چې په قادس ولسوالۍ کې د طالبانو د تېرې شپې بريد له امله، څلور پولیس او شپږ طالبان وژل شوي او درې طالبان ټپیان دي.
د بادغیس ولایتي شورا غړي فرید اخیزي د دې مطلب د څرګندولو تر څنګ وویل چې طالبانو تېره شپه دا بريد د قادس ولسوالۍ مرکز ازار سيمه کې ترسره کړی دی.
د بادغیس امنیه قوماندانۍ په دې اړه معلومات ور نه کړل؛ خو په بادغیس کې د ملي اردو د درېيمې لوا ویاند تورن عبدالقدیر حيدري هم د اخيزي خبرې تایید کړې.
خو وسله والو طالبانو ويلي چې تېره شپه د قادس ولسوالۍ په مرکز کې پر یوې امنیتي پوستې د برید له امله یو طالب او دوه پولیس ټپیان شوي دي.
قادس ولسوالۍ د بادغیس له مرکز څخه ۳۸ کیلومتره واټن لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن