منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د طالبانو له خوا د واکسین مخنیوي له امله هلمند کې د ګوزڼ پېښې ډېرې شوې دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۹ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۱٨ سلواغه ۹۷): د هلمند د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې د طالبانو له لوري په ځينو سيمو کې د ګوزڼ واکسين مخنيوي، د دې ناروغۍ کچه لوړه کړې ده.

دغه څرګندونې د هلمند د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدلاحد حازم د سلواغې په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه وويل چې وسله والو طالبانو په تېرو اتو مياشتو کې په هغو سيمو کې د ګوزڼ واکسين تطبيق ته اجازه نه ورکوله چې واک یې له هغوی سره دى.

ده زياته کړه، طالبانو واکسين ته اجازه نه ورکوله نو په هره مرحله کې به پنځه سوه زره ماشومان له واکسين نه بې برخې پاتې کېدل.

نوموړي زياتوي: ((طالبانو اوس واکسين کولو ته اجازه ورکړې خو موږ ته اجازه نه راکوي چې کور په کور اول خلکو ته د واکسين په اړه پوهاوى ورکړو او بيا واکسين تطبيق کړو، همدغه کار د دې سبب شوى چې دغه ناروغي ډېره شي.))

دغه راز د هلمند د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت امر عصمت الله همت وويل چې ډېر ژر به په هغو ولسواليو کې د واکسين کمپاين پيل شي چې دا مهال يې کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.

هغه زياته کړه: ((موږ بې طرفه خلک يو، نه دولت او نه هم مخالفين بايد موږ ته ستونزې جوړې کړي، بلکې موږ سره بايد همکاري وکړي.))

همدارنګه يوه قومي مشر عبدالهادي پژواک ته وويل چې د واکسين د تطبيق په برخه کې دوى له واکسيناتورانو سره پوره همکاري کوي.

ده وويل: ((موږ همکاري کوو، څو په ټولو ولسواليو کې ماشومانو ته د ګوزڼ واکسين ورسول شي.))

د يادونې ده، دا مهال د هلمند د موسى کلا، نوزاد، باغران، دېشو، خانشين او سنيګن ولسواليو بشپړ کنټرول له طالبانو سره دى او د واشير، ګرمسېر، مارجې او کجکي ولسواليو بيا يواځې مرکزونه له حکومت سره دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا