ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول نیول شوی دی

په کابل ښار کې د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول نیول شوی دی

author avatar
9 Feb 2019 - 18:43
په کابل ښار کې د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول نیول شوی دی
author avatar
9 Feb 2019 - 18:43

کابل (پژواک، ۲۰ سلواغه ۹۷): د ملي امنیت ریاست د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول له نیولو خبر ورکړ او وايي چې سلګونه لوستي ځوانان د یاد کس له لوري دې ډلې ته جذب شوي او د ورانکارو بريدونو لپاره ننګرهار ولایت ته استول شوي دي.

د دې ریاست له لوري نن پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ابو عبیدالله متوکل، د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند سیمه کې نیول شوی دی.

سرچینې کاږلي چې ابوعبیدالله متوکل په پوهنتون کې د ښوونکي او د شیخ محمدي (روحاني) جومات کې د خطیب ترڅنګ د داعش ډلې په لارښوونه، یادې ډلې ته د ځوانانو د جلب او جذب مسوولیت پر غاړه درلود.

د ملي امنیت ریاست د معلوماتو له مخې، تر دې دمه سلګونه لوستي ځوانان د ابوعبیدالله له لوري داعش ډلې ته جذب او ننګرهار ولایت ته استول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، د نوموړي ۱۶ زده کوونکي چې داعش ترهګرۍ ډلې سره يې همکاري درلوده، د ملي امنیت ریاست له لوري د کابل ښار له بېلابېلو سيمو څخه د ترهګرۍ او دولت ضد کړنو په تور نیول شوي دي او اعتراف يې کړی چې د ابوعبیدالله متوکل له لوري د داعش ډلې ته جذب شوي دي.

متوکل د اعتراف پرمهال ویلي چې نږدې دوه میاشتې وړاندې يې وراره اسدالله چې مستعار نوم یې عبدالغفور و، په کابل ښار کې ځانمرګې برید ترسره کړ.

په خبرپاڼه کې د نوموړي د نیول کېدو وخت نه دی په ډاګه شوی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.