منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۲ غ.م
۷°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ایران د سپاه پاسداران پر ځانګړو ځواکونو ځانمرګي برید کې ۲۷ سرتېري وژل شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۰ کتنې

کابل (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٧): د ايران د سيستان بلوچستان ايالت کې د دغه هېواد د سپاه پاسداران د ځانګړي  امنیتي ځواک پر پوله ساتو سرتېرو ځانمرګی بريد شوی دی.

د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې، د دغه ځواک  د قدس څانګې په يوه خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بريد د یوه موټربم په وسیله د یاد سرحدي ځواک د پليو سرتېرو پر یوه بس موټر شوی دی.

سرچينې زياته کړې چې په بريد کې ٢۷ سرتېري وژل شوي او له ٢٠ زيات نور ټپيان شوي دي.

ايراني رسنيو دا يو تکفيري بريد بللى او مسوولينو يې د پلټنو خبر ورکړى دى.

د يادونې ده، په دې وروستيو پر دغه ځواک بريدونه ډېر شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول نړیوال خبرونه