کابل (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٧): د افغانستان کرکټ بورډ پخواني اجرئيه رييس خداى پاماني وکړه او نوي اجرائيه رييس کارکوونکو ته معرفي شو.
د افغانستان د کرکټ بورډ پخواني اجرائيه رییس شفیق الله ستانکزي، د دغې ادارې د عمومي رییس عزیزالله فضلي په ګډون له ټولو کارکوونکو سره په عمومي ناسته کې له ګډون وروسته، مخه ښه وکړه.
فضلي د ستانکزي په اړه وويل: ((په ادارو کې ادلون بدلون یو اصل دی، خو د ستانکزي پر ټولو کارونو ویاړم او په رښتیا چې د کرکټ ادارې ته یې بې شمېره لاسته راوړنې درلودې چې د هېوادوالو د خوښیو تر شا د ستانکزي په شان د اغېزناکو کادرونو لاس و.))
نوموړي دغه راز د دغې ادارې نوی سرپرست اجرائيه رييس اسدالله خان هم په کارپوه او مجرب شخص وباله او نوموړي ته یې د ډېرو لاسته راوړنو هیله څرګنده کړه.
پخواني اجرائیه رییس شفیق الله ستانکزي هم د کرکټ اداره خپل کور وباله او په وينا يې چې له دغې ادارې ډېرې ښې خاطرې له ځانه سره وړي او بيا به هم د تل لپاره د خپلو هېوادوالو په خدمت کې دى.
په پای کې د دغې د ادارې نوي سرپرست اجرائيه رييس اسدالله خان، له عمومي مشر فضلي مننه وکړه چې د دغه ستر او دروند مسوولیت لپاره يې پر نوموړي باور وکړ او په خبره یې، دی به هم د خپلو هېوادوالو لپاره د خوښيو او د ادارې د پرمختګ لپاره ډېر څه کوي.
login or register a new account.