کابل (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٧): له هندوستان وروسته ايران هم په رسمي توګه پاکستان په ځانمرګو بريدونو کې پر لاس لرلو او همکارۍ تورن کړ.
تېره اوونۍ لومړۍ د ايران په سيستان بلوچستان ايالت کې د يوه ځانمرګي موټربم بريد له امله ٤٠ ايراني سرحدي سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.
درې ورځې مخکې د هند په کشمير ايالت کې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې ٤٦ هندي پوليس ووژل شول چې هندوستان يې سمدستي تور پر پاکستان ولګاوه خو پاکستان ترې انکار کوي.
د دغه بريد مسووليت په پاکستان کې مېشتې ترهګرې ډلې جيش محمد پر غاړه واخيست.
بلخوا د ايران د ځانګړي ځواک پاسداران انقلاب قوماندان تورن جنرال محمد علي جعفري ويلي چې د دوى پر سرحدي ځواکونو د ځانمرګي بريد له ترسره کوونکو سره پاکستاني ځواکونو مرسته کړې وه.
هغه زياته کړه چې د پاکستان حکومت د ايران د حکومت وسله والو مخالفينو او د اسلام دښمنانو ته پناه او خوندي ځالې ورکړې دي.
جنرال جعفري وايي، ايران پوهېږي چې بريدګر له کوم ځايه راغلي وو او چېرته مېشت دي؛ که چېرې پاکستان په دې برخه کې خپل مسووليت ادا نه کړي، نو د نړيوالو قوانينو په رڼا کې ايران د دې حق لري چې په ځوابي عملياتو کې ترهګرو ته سزا ورکړي.
پر ايراني ځواکونو د بريد مسووليت د جيش العدل په نامه وسله والې ډلې اخيستى و چې د ايران په وينا، مرکزونه او مشران يې په پاکستان کې دي.
دغې ډلې تر دې مخکې هم د ايران په سيستان بلوچستان او نورو سيمو کې بريدونه کړي دي.
بلخوا د هندوستان لومړي وزير نريندرا مودي ويلي، داسې ثبوت او شواهد يې ترلاسه کړي چې د کشمير په بريد کې پاکستان لاس درلود.
هغه زياته کړې ده چې دغه بريد به بې ځوابه پرې نه ږدي.
login or register a new account.