جلال اباد (پژواک، ۵ کب ۹۷): د ننګرهار په مومنددرې او دوربابا ولسواليو کې د ۷۳ نيم ميليونه افغانيو په لګښت يو روغتيايي مرکز جوړ او د دوو نورو د رغونې چارې پيل شوې.
د مسوولينو په خبره، ياد روغتيايي مرکزونه د عامې روغتيا له بودجې رغول کېږي او د سيمې د خلکو اړتيا ته په کتو به پر مجهزو وسايلو سمبال وي.
د دغو روغتيايي مرکزونونو کارونه پرون (د کب ۴مه) د ننګرهار د والي او يو شمېر نورو مسوولينو له لوري پيل شول.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، د يادو روغتونونو له ډلې يو هم د عامې روغتيا وزارت د ديارلس نيم ميليونه افغانيو په مالي لګښت لس بستريز روغتون دی چې د مومنددرې ولسوالۍ اړوند په تورخم ښارګوټي کې ورغول شو.
دی وايي، دغه روغتيايي مرکز پر اړينو وسايلو سمبال شوی او د يو کال په موده کې يې د جوړونې چارې ترسره شوې دي.
د ننګرهار په مومنددرې ولسوالۍ کې د عامې روغتیا ادارې له لوري د ۳۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ۲۵ بستریز روغتون ودانۍ د جوړېدو د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه.
د ننګرهار والي وويل، دغه روغتون د یو کال په موده کې بشپړېږي او روغتون ته به اړين تجهيزات هم ورکړل شي چې ورسره به د دې سيمې د خلکو لومړنۍ روغتیایي ستونزې حل شي.
نوموړي زياته کړه، بل روغتيايي مرکز په دوربابا ولسوالۍ کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي چې شل بسترونه به ولري او دا هم په يوه کال کې رغول کېږي.
په همدې حال کې د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله کامه وال وايي، د دغو سيمو خلک په روغتيايي برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو او تل يې د يوه روغتيايي مرکز د جوړولو غوښتنه کوله.
دی وايي، دغه کلینيکونه ښه مجهز جوړېږي او تر ډېره به د سيمې د خلکو اړتياوې پوره کړي.
د دوربابا ولسوالۍ يوه قومي مشر ملک مېلمه جان وايي، اوسمهال د دې ولسوالۍ خلک پر ګڼو نورو ستونزو سربېره د روغتيا برخه کې هم مشکلات ګالي.
دی زياتوي ولس به هره هغه مرسته وکړي چې د دغه روغتون د جوړېدو په برخه کې ورته اړتيا پېښه شي او هم يې له مسوولينو غوښتنه وکړه چې د روغتون کارونه په شفاف او اساسي ډول ترسره شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










