کابل (پژواک، ۱۰ کب ۹۷): د هېواد کرکټ ملي لوبډلې، پرون له ایرلنډ سره په خپله لومړۍ سيالي کې د پنځو ویکټو په توپير یادې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد ملي لوبډلې د (( افغانستان اسلامي بانک د نړیوال جام شل اوریزو سیالیو)) په لړ کې درې ځله د ایرلند لوبډله ماته کړې وه.
د افغانستان کرکټ بورد مشر فرید هوتک، پژواک خبري اژانس ته وویل چې پرون یوه ورځینې نړیواله لوبله د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د افغانستان پر وخت ۱۲:۳۰ د هندو د ډهراډون په لوبغالي کې ترسره شوه چې د سیالۍ پچه د ایرلنډ لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پريکړه وکړه.
هغه وایي: ((افغان توپ اچوونکي له پیل څخه ښه وځلېدل او د ایرلنډ لوبغاري یې یو په بل پسې وسوځول.))
د کرکټ بورډ ویاند وايي څومره چې تمه کېده د ایرلنډ لوبغاړي دومره و نه ځلېدل، خو له یادې ډلې یوازې پاول سترلینګ ښه توپ اچونه وکړه چې ټولټال يې د خپلې لوبډلې په ګټه ۸۹ منډې جوړې کړي او افغانستان لپاره یې ۲۶۲ منډې هدف وټاکه.
د هوتک د معلوماتو پر بنسټ، د هېواد ملي لوبډلې بیټنګ پیل کړ او ورکړل شوی هدف یې په ۴۱ اورونو کې ترلاسه او د سیالۍ ګټونکې اعلان شوه.
د یادونې ده چې د تېرې ورځې په توپ اچونه کې ګلبدین نایب د غوره لوبغاړي په توګه وپېژندل شو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










