اسعد اباد (پژواک، ١٥ کب ٩٧): ولسمشر اشرف غني کونړ ته د سفر پر مهال په دغه ولایت کې د یوه ٢٠٠ بستريز روغتون د بنسټ ډبره کېښوده او تر څنګ یې د عامې روغتيا رياست ودانۍ يې پرانيستله.
ولسمشر اشرف غني نن سهار له يوه لوړ پوړي پلاوي سره د کونړ ولايت مرکز ته ولاړ چې د والي او نورو ځايي چارواکو او قومي مشرانو له خوا يې تود هرکلى وشو.
نوموړي نن سهار سهار د کونړ مرکز اسعد اباد ته له رسېدو وروسته د دغه ولایت د عامې روغتیا اداري ودانۍ پرانيسته.
ولسمشر غني د يادې ودانۍ د پرانیستنې پر مهال ډاکترانو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل، عامې روغتیا وزارت ته يې لارښوونه کړې چې د تجهیز او خدماتو د کیفیت پر لوړولو تمرکز وکړي.
پر يادې ودانۍ له ۱۷ ميليونه ډېر لګښت راغلى او په معياري ډول جوړ شوى وى.
دغه راز ولسمشر غني د کونړ ولایت ۲۰۰ بستریز روغتون او د انتظارخونې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.
ولسمشر د یاد روغتون د بنسټ ډبرې له اېښودو وروسته وویل، دا د یو بنسټیز بدلون پیل دی او هیله لري چې د دغه روغتون بېلابېلې برخې د کونړ د شخصيتونو په نوم ونومول شي.
ځايي چارواکي وايي چې د کونړ د ۲۰۰ بستریز روغتون او انتظارخونو پر ودانیو ۳۶۰ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د افغانستان حکومت له بودجې ورکول کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










