کابل(پژواک، ۱۷کب ۹۷): د افغانستان د فوټبال ساحلي ملي لوبډلې د نړيوال او اسيا اتلولۍ جام د سياليو په پيل کې په خپله لومړۍ لوبه کې ماليزيا ته درې پر دوه ماتې ورکړه .
دغه لوبه تېره ورځ د کب په ١٦مه مازيګر مهال د ټايلنډ هېواد په پاتاياى ښار کې پيل شوه .
د هېواد ملي لوبډلې ماليزيا ته په ماتې ورکولو سره په الف ګروپ کې درې امتيازه د ځان لپاره ترلاسه کړل .
دغه درې ګولونه سميع الله محمدي، رووف قادري او شهاب علوي ووهل .
له دې سره د افغانستان د فوټبال ساحلي لوبډله وتوانېده چې د اسيا د ملتونو جام ته لاره پيدا کړي.
ټاکل شوې چې د هېواد ملي لوبډله سبا له فلسطين سره سيالي وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









