جلال اباد (پژواک ۱۸ کب ۹۷): ننګرهار کې د عامې روغتيا وزارت له لوري د ۱۷ ميليونه افغانيو په لګښت د بېړنيو پېښو يو مرکز فعال او د يوه کليوالي کلينيک د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
دغه پروژې چې يوه يې په جلال اباد ښار او بله هم د سره رود ولسوالۍ مربوطاتو کې وه، د کب په ۱۸مه يې د ولايتي مسوولينو له خوا پرانيسته وشوه.
په يادو پروژو کې يوه يې هم د مرکز جلال اباد ښار د اوومې ناحیې په مربوطاتو کې د بي بي فاطمة الزهرا په نوم ولایتي روغتون کې د PUMI مؤسسې په اووه میلیونه مالي لګښت د بېړنیو پېښو پر مهال د خدمتونو لس بستریز مرکز تر جوړېدو وروسته، نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د یاد مرکز د پرانيستلو په مراسمو کې هیله یې وښوده چې د یاد مرکز په فعالېدو سره به خدمتونه ښه او په روغتیایي سکتور د خلکو باور زیات کړي .
د عامې روغتیا رييس ډاکټر نجیب الله کامه وال وویل، یاد مرکز د PUMI مؤسسې په ۷ میلیونه افغانیو مالي لګښت د پنځو میاشتو په موده کې جوړ شوی، چې ورته یې د روغتیاپالو د ګومارلو ترڅنګ بشپړ تجهیز کړی دی .
په يادو پروژو کې بله هغه د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ په امرخېلو سیمه کې د یوه روغتیایي مرکز د جوړولو د چارو پيلېدل و.
کامه وال وايي، ياد مرکز د عامې روغتیا ادارې د لس ميليونه افغانیو په مالي لګښت د يوه کال په موده کې په لس بسوې سیمه کې په یو پوړ کې جوړیږي چې دولس خونې، احاطه او نور ضروري ملحقات به ولري
د سيمې اوسېدونکو هيله وښوده چې دا روغتيايي مرکز به د روغتيا برخه کې د دوی ستونزې ورحل کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










