جلال اباد (پژواک، ۲۰ کب ۹۷): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چاوراکي وايي، د دغه ولايت ۹۷سلنه روغتيايي مرکزونوکې ښځينه پرسونل شته او پاتې درې سلنه کې د ستونزې حل لپاره يې هلې ځلې پيل کړې دي.
دوی دغه راز لرو پرتو سيمو ته د ښځينه مجربو ډاکټرانو نه تګ هغه ستونزه ګڼي چې په خبره يې مېرمنې يې له بشپړو روغتيايي خدماتو بې برخې کړې دي.
د عامې روغتيا رياست مسوولينو دا څرګندونې د کب په ۲۰مه د ياد رياست له لوري د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وکړې.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر شعيب سهاک وويل، د دغه ولايت ۹۷ سلنه روغتيايي مرکزونه د ښځينه پرسونل لرونکي دي چې په دې کې نرسانې، قابلې او ډاکټرانې شاملې دي.
دی وايي، پاتې درې سلنه مرکزونه په هغو سيمو کې دي چې د وسله والو تر واک لاندې دي او ښځينه پرسونل ورته د تګ لپاره زړه نه ښه کوي.
نوموړی مني چې په ډېرو مرکزونوکې ښځينه ډاکټرانې نشته؛ خو وايي د نرسانو او قابلو په استخدام سره يې ستونزه يو څه حل کړې ده.
د روغتيا رياست مرستيال زياته کړه: ((موږ ډېره خواري کوو چې دغو مرکزونو ته ښځينه ډاکټرې استخدام کړو؛ خو هغوی په اسانۍ زړه نه ښه کوي، موږ ورته معاشات دوه چنده اعلان کړي؛ خو بيا هم د خپلو اولادونو په خاطر چې هلته ورته د زده کړو مناسب چاپيريال نشته تګ ته زړه نه ښه کوي.))
دغه راز په ختيځ کې د بشر حقونو کمېسيون د ښځو برخې مشره هاشمه شريف هم له ننګرهاره سربېره د ختيځ زون د نورو ولايتونو لرو پرتو سيمو کې روغتيايي اسانتياوو څخه د کليوالي مېرمنو لريوالی لويه ستونزه ګڼي.
دا وايي، لا هم په لرو پرتو سيمو کې د زېږون پرمهال مور او ماشوم روغتيايي اسانتياوو ته د نه لاسرسۍ په وجه خپل ژوند له لاسه ورکوي.
بلخوا دغې غونډې ته د وينا پرمهال د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيالې حميرا رفيع نيوکه وکړه چې ننګرهار ته د روغتيا په ګډون د ټولو سکتورونو سهم کم ورکول کېږي او د نفوسو شمېر يې ډېر دی.
هغې وويل د ننګرهار پر خپل نفوس سربېره د کونړ، لغمان او يو شمېر نورو ولايتونو خلک هم دلته مېشته شوي چې له امله يې ستونزې لا ډېرې شوې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










