منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۴ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کابل کې د سرطاني ناروغیو د درملنې یواځینی مرکز اړین امکانات نه لري

· ۵ دقیقې لوستل · ۲۸۱ کتنې

کابل (پژواک،٢٠کب ٩٧): د سرطان د درملنې مرکز د ۱۳۹۵ کال په لړم میاشت کې د کابل په جمهوریت روغتون کې جوړ شوی، خو اوس هم په اړینو امکاناتو سمبال نه دی او په دغه مرکز کې بستر شوي ناروغان د معایناتو لپاره نورو روغتونونو ته ځي.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې هر کال شاوخوا زر کسان په بېلا بېلو سرطاني ناروغیو اخته کېږي، چې یوه ډېره پراخه ناروغي یې د سینې (ثدیې) سرطان ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې هر کال ۳۵۰۰ ښځې د سينې په سرطان اخته کېږي او ۱۶۰۰ یې په داسې حال کې ژوند له لاسه ورکوي چې د سینې سرطان ناروغان د درملنې په لومړیو مرحلو کې له تشخیص وروسته ډېر ژر جوړېږي.

د روغتیايي متخصصیتو په خبره، د سينې سرطان هغه ناروغي ده چې د سینې حجرات په کې په غیر نورمال ډول وده کوي او دغه حجرې معمولا د یوه تومور یا دانې او یا د احساسېدونکې کتلې په بڼه څرګندېږي.

دوی وايي، غونځې، سوروالى، د سينې پر پوستکي برسېرن ټپ، د سينې د اندازې بدلون او له سینې څخه له شېدو پرته ترشحات د سینې ناروغۍ نښې دي.

جمهوریت روغتون ته راتلونکي ناروغان په دغه روغتون کې د امکاناتو له نه شتون څخه شکایت لري.

دا په داسې حال کې ده چې په ۱۳۹۲ کال کې د جمهوریت روغتون د ۳۵۰ بستره روغتون په جوړېدو شاوخوا ۲۵ میلیون امریکايي ډالر لګښت شوی دى. د عامې روغتیا وزارت چارواکو هغه وخت ویلي و چې په نوې ودانې کې د دغه روغتون د فعالیت له پیل او معیاري خدمتونو له وړاندې کولو وروسته به بهر ته د افغان ناروغانو د تلو کچه ټيټه شي.

خو د لطیفې په نوم د فاریاب ولایت د مرکز ۳۵ کلنه اوسېدونکې چې دغه روغتون ته د سينې سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره راغلې، پژواک خبري اژانس ته وویل، په جمهوریت روغتون کې د امکاناتو د نه پيدا کېدو له امله یې ټولې معاینات د فرانسویانو په خصوصي روغتون کې کړي دي.

هغې زیاته کړه: ((جمهوریت په افغانستان کې یواځینی دولتي روغتون دی چې د سرطاني ناروغیو د درملنې لپاره باید ډېر مجهز وای او زموږ په شان له بېوزله او بېچاره کسانو سره مرسته وکړي او معاینات مو همدلته ترسره شي.))

د یادونې وړ ده چې د کابل ښار په استقلال دولتي روغتون او د هرات په ولایتي روغتون کې هم د سینې سرطان د درملنې څانګې هم جوړې شوې دي.

لطیفې وویل، درې میاشتې مخکې یې په ښۍ سينه کې د چهارمغز په اندازه کلکه کتله حس کړه، څو ورځې مې فکر کاوه چې ممکن شیدې په کې ټولې شوې وي او ځينې کورنۍ درملنې مې پرې وکړې، خو تاثير يې پرې ونه کړ.

نوموړي زیاته کړه: ((په همدې دانې دوه میاشتې تېرې شوې، ښه نه شوم او په سینه کې مې درد او سوزش پیدا شو، ډاکتر ته لاړم او د دې روغتون ادرس یې راکړ او ویې ویل، ژر لاړه شه چې دانه دې لویه نه شي چې بیا یې درملنه نه کېږي.))

دغه راز د سرپل ۲۸ کلنې اوسېدونکې چې جمهوریت روغتون ته د درملنې لپاره راغلې، وايي چې شپږ میاشتې مخکې مې په چپه سينه کې ځينې تغییرات لکه د رنګ بدلون او د سينې لویوالی حس کړل او یو ډاکتر راته ځينې درمل راکړل، خو ګټور نه وو او مجبوره شوه چې جمهوریت روغتون ته راشي.

هغې هم زیاته کړه چې ټول معاینات له جمهوریت روغتون څخه بیرون کوي، خو جراحي عملیات یې په دغه روغتون کې ترسره شوی او اوس تر درملنې لاندې ده.

هغه او د سينې ځينې نور ناروغان چې جمهوریت روغتون ته راغلي، د عامې روغتیا له وزارته غواړي چې دې برخې ته توجه وکړي او د روغتون په داخل کې د لازمو معایناتو لپاره زمینه برابره کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د سرطاني ناروغیو د کنټرول د ملي پروګرام مسوول ډاکتر میهن عبدالله په دې اړه چې ولې له جمهوریت روغتون څخه بیرون د ناروغانو معاینات ترسره کېږي؟ وویل: ((په جمهوریت روغتون کې ځينې معاینات لکه روټین (ورځیني) لابراتواري معاینات، ټلويزیوني معاینات او ځينې وخت عادي سي ټي سکن معاینات ترسره کېږي، خو د پتالوژۍ او پرمختللي سي ټي سکن معاینات د فرانسویانو روغتون ته لېږل کېږي.))

نوموړي زیاته کړه، د جمهوریت روغتون د سرطاني ناروغیو د درملنې په مرکز کې چې په ۱۳۹۵ کال کې یې فعالیت پیل کړی، د تشخیص او درملنې  په کمو امکاناتو یې تر اوسه د ۲۷ زره ناروغانو درملنه کړې ده.

هغه وویل، دغه معاینات ځکه د فرانسویانو په روغتون کې ترسره کېږي چې په جمهوریت روغتون کې یې ماشینونه نشته.

د میهن په خبره، د عامې روغتیا وزارت د امکاناتو په صورت کې د پتالوژۍ او پرمختللي سي ټي سکن معایناتو ماشینونه هم په دغه روغتون کې فعالوي او په هرات، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې هم د سرطاني ناروغیو د درملنې مرکزونه جوړوي.

د ده په خبره، اوس په افغانستان کې  په ډېرو کمو او محدودو امکاناتو د دې ناروغۍ درملنه او تشخیص کېږي.

نوموړي روښانه کړه چې اوسمهال په کابل کې د استقلال او د هرات ولایتي روغتون تر څنګ چې د سینې سرطان ناروغۍ د تشخیص (مموګرافي) څانګه په کې فعاله ده، یواځی د کابل په جمهوریت روغتون کې د سینې سرطان په ګډون د نورو سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې (داخلې او جراحي) په برخه کې خدمات وړاندې کوي.

میهن زیاته کړه، که د سینې او نورې سرطاني ناروغۍ په لومړي او دویم پړاو کې تشخیص شي او په سمه توګه د ناروغانو درملنه وشي، ډېر ژر به روغ شي او د درملنې چانس یې زیاتېږي.

دى وايي: ((له بده مرغه په افغانستان کې د بېلابېلو مواردو لکه د سینې سرطان د اعراضو او نښانو په اړه د پوهاوي نه شتون، روغتیایی خدمتونو ته نه لاسرسی، اقتصادي ستونزې، کورنۍ او ټولنیزې ستونزې، د پرمختللو تشخیصیه وسایلو نه شتون په ځانګړې توګه په ولایتونو کې او لسګونه نور لاملونه د دې سبب ګرځي چې ناروغان په درېیم او یا څلورم پړاو کې ډاکټر ته مراجعه وکړي چې هغه مهال نه یواځې درملنه ستونزمنه وي، بلکې د درملنې لګښت یې هم زیاتېږي.))

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا